د خیبر پښتونخوا د شخصي سکولونو ښځینه استادانې وایي د تېرو دریو میاشت تنخاګانې ورته نه دي ورکړل شوي. په دغو کې ځینې استادانې داسې هم دي چې د خپل کور ټوله خرچه په خپلو تنخاګانو کې چلوي. له مشال راډیو سره په خبرو کې ځینو ښځو استادانو وویل له مارچ میاشتې راهیسې یې سکولونه بند دي، او د تېر اپرېل وروسته یې تنخاګانې هم بندې شوي دي، د دوی په خبره دا وخت د سختو مالي مسلو نه تیریږي.
بلخوا د خیبر پښتونخوا د شخصي سکولونو د اتحادیې جنرل سیکټري او د شخصي سکولونو د نظم ادارې یو غړی سید انس تکریم وایي د اګست له ۱۵مې یې د صوبې د ټولو نجې تعلیمې ادارو د پرانستلو اعلان کړی دې.
د فېسبوک تبصرې