د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له افغان ځوانانو سره ولاړ دي: ډېبرا لاینز


ډېبرا لاینز وویل ویاړي چې د سولې په هڅو کې له ځوانانو سره ولاړه ده
ډېبرا لاینز وویل ویاړي چې د سولې په هڅو کې له ځوانانو سره ولاړه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز ویلي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له ځوانانو سره ولاړ دي او د سوله ییز او پرمختللي افغانستان د اهدافو په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کوي.

دا خبره نوموړې د اګست پر ۱۶مه په ارګ ماڼۍ کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې غونډې ته په وینا کې وکړه.

د ځوانانو نړیواله ورځ هر کال د اګست پر ۱۲مه لمانځل کېږي خو ولسمشر اشرف غني یې په اړه غونډه څلور ورځې وروسته جوړه کړه.

لاینز ویلي، ویاړي چې سولې ته د رسېدو په هڅو کې د افغان ځوانانو تر څنګ ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG