یو تازه راپور وايي، د کورونا ویروس وبا په نړۍ کې د روغتیا پرمختګ ټکنی کړی او په میلیونونو انسانان یې د وژونکو ناروغیو او بېوزلۍ له خطر سره مخامخ کړي دي.
د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ د ننني راپور په حواله، د کورونا وبا له کبله شدیده بېوزلي ۷ سلنه زیاته شوې او د واکسین ورځنی پوښښ هغه حد ته راکم شوی چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې وو.
مخکښ بشرپال او د دغه بنسټ یوه مشر بېل ګېټس چې د نړیوالې روغتیا د پرمختګ په هڅو کې ونډه لري وویل: "دا یو لوی پرشاتګ دی."
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې د کورونا ویروس وهلو کسانو شمېر تر ۲۹ میلیونو اوښتی، له دې ډلې تر ۲۱ میلیونو زیات کسان پاخه شوي دي.