د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کم عمرۍ ودونو شمېر په لوړېدو دی: سېو دي چلډرن


د سېف دي چلډرن په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ز کال تر پایه به په کوچني عمر کې د ودونو ټول شمېر ۱۲.۵ میلیونه وي.
د سېف دي چلډرن په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ز کال تر پایه به په کوچني عمر کې د ودونو ټول شمېر ۱۲.۵ میلیونه وي.

د کوچنیانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې ( سېو دې چلډرن) په خپل نوي راپور کې ویلي چې یوازي سږ کال به پنځه لکه نورې نجونې د کم عمرۍ واده ته اړ ویستل شي.

د یادې ادارې په وینا چې دا شمېر به په راتلونکو پنځو کلونو کې دوه نیمو میلیونه ته لوړ شي.

د سېو دي چلډرن په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ز کال تر پایه به په کوچني عمر کې د ودونو ټول شمېر دولس اعشاریه پنځه میلیونه وي.

د سېو دي چلډرن ادارې د سروې له مخې په جنوبي اسیا کې تر ټولو زیات شمېر نجونې په کوچني عمر واده کېږي.

د ښارونو تړل کېدو د بېوزله کورنیو ماشومان سخت زیانمن کړي.
د ښارونو تړل کېدو د بېوزله کورنیو ماشومان سخت زیانمن کړي.

ورپسې لاتینه امریکا او کربین یاد شوي. همداراز په ختیځه اسیا کې هم د دې ډول پېښو د ډېرېدو اټکل کېږي.

د ملګرو ملتونو په وینا، تر کووېد-۱۹ مخکې لا د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه لویه ستونزه وه چې دا ستونزه د کورونا وایرس له خپرېدو سره لا زیاته شوه.

په دې راپور کې همداراز اټکل شوی چې شاو خوا یو میلیون هغه نجونې چې تر ۱۸ کلنۍ کم عمرونه لري، حامله کېدای شي.

راپور اشاره کوي چې په نړۍ کې اوس هم له ۱۵ څخه تر ۱۹ کلنو نجونو د مړینې تر ټولو لوی لامل د کوچني زیږون دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG