د روان ۲۰۲۰ز کال د سېپټېمبر پر ۲۷مه يو ځل بيا د نګورنو قره باغ لانجمنې سيمې پر سر د اذربايجان او ارمينيا ترمنځ وسله واله نښته پيل شوه.
پر ۴،۴۰۰ کيلوميټره ساحې غځېدلې دغه غرنۍ سيمه په رسمي توګه د اذربايجان برخه ده او ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه يې هم د اذربايجان خاوره تسليموي، خو په عملي ډول د دې سيمې کنټرول د هغو ارمني توکمه ځواکونو په لاس کې دی چې ارمينيا هېواد یې ملاتړ کوي.
تاريخي شاليد
اذربايجان او ارمينيا دواړه د شوروي اتحاد برخه پاتې شوي او په ۱۹۹۱ز کال کې د دې اتحاد له ړنګېدو سره سم دواړو هېوادونو خپلواکي اعلان کړه.
د پخواني شوروي اتحاد د دې دوو غړو هېوادونو تر منځ د نګورونو قره باغ پر سر د ۱۹۸۸ز او ۱۹۹۴ز کلونو تر منځ هم شپږ ځلې جګړه وشوه چې په نتيجه کې يې تر ۳۰ زره زيات کسان ووژل شول او شاوخوا يو مليون کسان بېکوره شول چې زياتره يې اذريان ول.
دا سیمه په دودیز ډول د ارمني عيسويانو او اذري يا ترک مسلمانانو استوګنځی و خو د دې کسانو له بېکوره کېدو وروسته په نګورنو قره باغ کې اکثريت نفوس د ارمنيانو پاتې شو.
په ۱۹۹۴ز کال کې که څه هم د روس په منځګړتوب د نګورنو قره باغ پر سر د اذربايجان او ارمينيا تر منځ اوربند وشو خو دواړه هېوادونه د شخړې د مستقل هواري لپاره کوم جوړ جاړي ته نه سره ورسېدل.
اوسنۍ جګړه
د اذربايجان او ارمينيا حکومتونه د روان کال د سېپټېمبر پر ۲۷مه د جګړې پيلېدو تور پر يو بل پورې کوي. په دې جګړه کې د ولسي وګړو په ګډون تر ۵۰۰ زيات کسان وژل شوي او ګڼو خلکو خپلو کورونه پرېښې دي. تر اوسه معلومه نه ده چې په سیمه کې د تازه نښتو پیلېدو لامل څه دی خو دا تر ۱۹۹۴ز را وروسته په سیمه کې لومړنۍ خونړۍ نښتې دي چې د نورو هېوادونو مداخلت ته يې هم لاره هواره کړې ده.
نړيوال غبرګونونه
ملګرو ملتونو، د اذربایجان او ارمينيا ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو قدرتونو د دغې تازه نښتې د درېدو غوښتنه کړې ده. بلخوا د مینسک منځګړتوب ډلې چې امریکا، روس او فرانس یې شریک مشرتوب کوي، هم د اوربند غوښتنه کړې ده.
په دې لړ کې د اکتوبر پر ۱۰مه په مسکو کې د روس په منځګړتوب د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران پر اوربند سلا شول خو له هغه يوه ورځ وروسته بيا نښتې پيل شوې چې دواړه لوري يې تور پر يو بل پورې کوي.
دا ځل ترکيې په ډاګه د اذربايجان ملاتړ اعلان کړی دی. بلخوا روس په ارمينيا کې پوځي اډه لري خو پر دواړو هېوادونو خپلې وسلې پلوري او تر دې دمه بې پرې دی.
افغانستان او پاکستان هم د اذربايجان د دريځ ملاتړ کوي چې د نګورنو قره باغ واک بايد باکو ته ورکړل شي. بلخوا ایران وايي، د اذربایجان ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژنيخو د دواړو ګاونډیانو ترمنځ دې د اختلاف د هواري لپاره سیاسي خبرې وشي.
د اذربايجان او ارمينيا پرتليز جاج
د جنوبي قفقاز سيمې اسيايي هېواد اذربايجان ټول نفوس څه باندې يو کروړ او ساحه يې څه باندې ۸۶ زره مربع کيلوميټر ده.
دا هېواد که يو خوا له کېسپيين سمندرګي سره ۷۱۳ کيلوميټره لاره لري نو بلخوا پر ارمينيا سربېره له ترکيې، ايران، روس او جورجيا سره شريکه پوله لري. د دې هېواد رسمي ژبه اذري ده خو روسي او ځېنې نورې ژبې هم پکې ويل کېږي.
له مذهبي پلوه د دې هېواد ۹۷ سلنه وګړي مسلمانان دي چې زياتره يې شيعه مسلکه دي. له امنيتي پلوه دا هېواد ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري چې ټول شمېر يې شاوخوا ۶۷ زره دی.
د جنوبي قفقاز بل هېواد ارمينيا ځان د اروپا برخه ګڼي خو اروپايي اتحاديې لا تر اوسه نه دی ورګډ کړی. د دې هېواد ټول نفوس څه باندې ۳۰ لکه او ساحه يې څه کم ۳۰ زره مربع کيلوميټر ده.
دا هېواد سمندر يا اوبو ته لاره نه لري او پر اذربايجان سربېره له ترکيې، ايران او جورجيا سره شريکه پوله لري.
د دې هېواد رسمي ژبه ارمينيايي ده او اکثريت وګړي يې ارمني عيسويان دي. له امنيتي پلوه دا هېواد ځمکني او هوايي ځواکونه لري چې ټول شمېر يې شاوخوا ۴۵ زره دی.
د کارپوهانو نظر
په کارنيګي يورپ څېړنيز مرکز کې د ختيځې اروپا او قفقاز سيمې څېړونکي تامس ډيوال د مشال راډيو له ارمينيايي څانګې سره په مرکه کې ويلي چې جنګ نتيجه نه ورکوي او د شخړې يوازينی حل سوله ده.
"په اخر کې هېڅ جنګ نه ګټل کېږي. هېڅ جنګ پوځي حل نه لري. په اخر کې سولې ته اړتيا وي. که چيرې اذربايجان دا وايي چې جنګ به وګټي نو بيا به هم امن نه وي او ارمينيايي خوا به تسليم نه شي."