د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایمانویل میکرون: ترهګر فرانسویان نشي وېشلی


میکرون وايي، ټول ملک د وژل شوي استاد تر شا ولاړ دی او ترهګر نشي کولی فرانسه ووېشي.
میکرون وايي، ټول ملک د وژل شوي استاد تر شا ولاړ دی او ترهګر نشي کولی فرانسه ووېشي.

د فرانسې پوليسو هغه کس ویشتلی چې د هغوی په باور د سر ښار پاریس په څنډو کې یې د سکول یو استاد وژلی او سر یې ترې غوڅ کړی و.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون دغه پېښه اسلامي ترهګریز برید بللی دی.

د فرانسې ولسمشر چی دهغه منځني ښوونځي تر څنګ ولاړ وو چیرته چی دا پیښه رامینځته شوې وه، وویل:"ددې هیواد یو شهري په دې خاطر ووژل شو چی یو استاد وو او د بیان د ازادۍ درس یی ورکاوه."

نوموړي وړاندې وویل، ټول ملک د وژل شوي استاد تر شا ولاړ دی او ترهګر نشي کولی د فرانسویانو ترمنځ تفریق راولي.

د فرانسې پولیس وايي، د وژل شوي تن سره په خوا کې یې اسناد تر لاسه کړي، د هغې له مخې برید کوونکی ۱۸ کلن ځوان و چې په مسکو کې زوکړی او د چیچنیا سره یې تړاو درلودلو. خو بلخوا د فرانسې د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکي وايي چې د پېښې پلټنه روانه ده او دم ګړۍ ته هغوی دا نه شي تاییدولی چې موندل شوي اسناد د هغه تن دي او که نه؟

XS
SM
MD
LG