د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای جي سند او کېپټن صفدر پر پېښه د ای اېس ای او رېنجر افسران له دندو ګوښه


د نواز شریف زوم کېپټن صفدر
د نواز شریف زوم کېپټن صفدر

د پاکستان پوځ د ريټايرډ کېپټن صفدر د ګرفتارۍ پر پېښه د سند پوليسو د مشر پر تحفظانو تحقيقات بشپړ کړي دي او اړونده چارواکي يې له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې نن په يوه خبرپاڼه کې که څه هم د صفدر نوم نه دی ياد کړی خو ويلي دي چې د اتلسم او نولسم اکتوبر ترمنځ د شوې پېښې تحقيقات يې د پوځ د مشر په امر کړي دي. د دوی په خبره د سند صوبې د رېنجر ځواک او ای اېس ای متعلقه افسران د مجمد علي جناح د مزار د بې حرمتۍ له امله له يو خاص حالت سره مخامخ شوي ول.

مطبوعاتي څانګه زياتوي د عامه افکارو د زيات فشار له امله د رېنجرز او ای اېس ای افسران اړ شول چې د قانون مطابق بیړني اقدامات وکړي خو په خپلو کړو کې له حده زيات جذباتي شوي ول.

د مسلم ليګ (ن) غړی او پخوانی کېپټن صفدر د اکتوبر پر ۱۸مه په کراچۍ کې د پي ډي اېم تر شوې جلسه وروسته په داسې حال کې له هوټل څخه نیول شوی و چې خپله مېرمن مریم نواز هم ورسره وه.

د سیند حکومت ویلي ول چې نیمه پوځي ځواک رېنجرو د سیند پولیسو مشر په زور وړی وو او د کېپټن صفدر د نیولو امر یې پرې جاري کړی وو.

XS
SM
MD
LG