د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک لبیک له پاکستانه د فرانسې سفیر ایستلو لپاره پېنډۍ کې پر احتجاج دی


له بېګا شپې (نومبر ۱۵مې) راهيسې د اسلام اباد او راولپېنډۍ ترمنځ په فيض اباد کې یوې مذهبي ډلې 'تحریک لبيک پاکستان' احتجاجي ناسته پيل کړې.

دوی غوښتنه کوي چې په فرانسه کې د اسلام پيغمبر خاکو خپرولو له وجې دې په اسلام اباد کې د هغه هېواد سفارت وتړل شي او سفیر دې یې وشړل شي.

دا احتجاج تېر مازيګر د راولپېنډۍ له لیاقت باغه پيل شو.

د یادې ډلې په زرګونو پلویانو بیا احتجاجي لاریون وکړ او د اسلام اباد 'ريډ زون' چې پکې د بهرنيو هېوادونو سفارتونه دي ته یې تلل غوښتل چې له پوليسو سره يې نښتې وشوې، چې پکې له راپورونو سره سم، ځینې پولیسانو پر مظاهره کوونکو تشدد هم کړی.

دا مهال د یادې ډلې په زرګونو مظاهرچيان په فيض اباد کې ناست دي چې له وجې يې ټولې لارې بندې دي او په اسلام اباد او راولپنېډۍ کې د ټېلېفون او انټرنېټ خدمات بند دي.

د اسلام اباد ضلعې انتظاميې ولس ته د متبادلو لارو کارولو سپارښتنه کړې خو د وفاقي او پنجاب حکومتونو د احتجاج په اړه رسمي دریځ نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG