د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا په نړۍ کې ۴۶۲ خبريالان وژلي


په نړۍ کې د کورونا وبا پېښې لاهم په تېزي سره مخ په زياتېدو دي. انځور له ارشیفه
په نړۍ کې د کورونا وبا پېښې لاهم په تېزي سره مخ په زياتېدو دي. انځور له ارشیفه

د رسنيو ازادۍ او خبریالانو د امنيت يوه نړېواله اداره وايي، کورونا وبا په نړۍ کې ۴۶۲ خبريالان وژلي دي.


جنيوا مېشت د پريس ایمبلم کمپېن (پيک) په نوم اداره د سږکال له پیل راهيسې هره ورځ د هغو خبريالانو شمېره راغونډوي چې د کورونا وايرس له کبله مري. د ادارې پر ووبياڼه د وژل شويو زیاتره خبريالانو عکسونه او پېژندګلوي ورکړل شوې ده.

پيک د مې تر پنځمې نيتې پورې د نړۍ په مختلفه هېوادونو کې د وژل شويو خبريالانو شمېر ۶۴ ښوولی وو خو د نومبر تر ۱۷مې نيټې پورې دا شمېر ۴۶۲ ته ورسېد. د دې خبريالانو تړاو له ۵۶ مختلفه هېوادونو سره ښوول شوی دی.

د پيک مشر بلياس ليمپن د تحقیقاتي رپورټنګ د ودې يوې غيرحکومتي ادارې ګلوبل انوسټیګېټيو جرنلزم نېټ ورک ته ويلي چې له وايرسه د وژل شويو خبريالانو شمېره ښايي تردې هم زياته وي ځکه دا ۴۶۲ هغه کسان دي چې په سرکاري توګه يې د کورونا له کبله د مرګ تصديق شوی دی.
د پيک په وينا تر ټولو زيات خبريالان په لاطیني امريکا کې مړه شوي دي چې ۲۵۱ دي چې په دې کې تر ټولو زيات ياني ۹۱ په پيرو هېواد کې کورونا وژلي دي.

په نړۍ کې د کورونا وبا پېښې لاهم په تېزي سره مخ په زياتېدو دي. د جان هاپکنز پوهنتون له مخې د نومبر پر ۱۹مه نېټه په نړۍ کې د وايرس ځپلو شمېر تر ۵۶ ملينه زيات شوی دی چې پکې تر ټولو زيات په امريکا کې دي.

که څه هم د پيک په رپورټ کې د پاکستان ذکر نه دی شوی خو د دې هېواد د خبريالانو سازمان پی اېف يو جې وايي چې له ۱۵ څخه تر شلو پورې خبريالان د کووډ-۱۹مې ناروغۍ څخه مړه شوي دي. تازه پېښه د جيو ټيليويژن خبريال ارشد وحيد چوهدري ده چې د نومبر پر ۱۴مه نېټه په اسلام اباد کې له کورونا وبا مړ شو.

د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلټس مرکزي جنرل سيکرېټري ناصر زيدي د نومبر پر ۱۹مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې يو طرفته کورونا وبا خبريالان وژلي او ناروغه کړي نو بل لور ته يې ځينې بيا بې روزګاره کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې ځينې داسې خبريالان پیژني چې ورته خپلو ادارو د وايرس خپرېدو د مخنيوي په خاطر له کوره د کار کولو اجازه ورکړې وه خو هغو ته وروسته وويل شو چې نور دې کار ته نه ورځي.

د ده په خبره، وار له مخه په پاکستان کې رسنيزه ادارو په سلګونو خبريالان له کاره ليرې کړي دي او کورونا وبا کې هم د ده په وينا د خبریالانو د مالي ژوند خيال ونه ساتل شو.

په پاکستان کې د کورونا پېښې يو ځل بيا زیاتې شوې دي او د دې هېواد د روغتيا وزارت د نومبر پر ۱۹مه ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۴۸ نور کسان په وايرس اخته شوي دي.

د پیک مشر بلياس ليمپن ګلوبل انوسټیګېټيو جرنلزم نېټ ورک ته ويلي چې له کورونا وبا څخه د خبريالانو د وژل کېدو پېښې په دې تېرو څو میاشتو کې په هند او بنګله دېش کې زياتې شوې دي.

د جان هاپکنز پوهنتون په وينا، هند د نړۍ دويم هېواد دی چې وبا زيات ځپلی دی چې پکې د نومبر پر ۱۹مه نېټه د وايرس ځپلو شمېر نږدې نهه ملينه وو.

پیک وايی، تراوسه پورې په هند کې ۴۳ خبريالان له وايرسه مړه شوي دي. په نوي ډلي کې د يونايټډ نيوز اف انډيا خبريال سچن بودهليا د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وويل چې د وبا د پيل په ورځو کې رسنيزه ادارو خپلو خبريالانو ته له کورونا د خونديتوب سامان ورکړی وو خو اوس د هغوي روغتیا ته د پخوا په شان پام نه کېږي.

د هند حکومت د وبا د مخنيوي په خاطر په تول هېواد کې ټړلبند اعلان کړی وو چې دې ګام د هېواد اقتصاد اغېزمن کړی دی. سچن وايي چې د اقتصادي هلو ځلو د کمېدو له کبله د ميډيا وړې وړې ادارې له مالي مشکلاتو سره مخامخ شوې دي.

د ده په خبره، اشهارونو د رسنيزو ادارو مهمه مالي سرچينه وي خو په دې کې د کمي راتلو له وجې د يو اټکل له مخې تر ۱۰۰۰ زيات خبريالان ښايي بې روزګاره شوي وي.

پريس ايبملم کمپېن بنګله دېش هم د جنوبي اسيا په هغو هېوادونو کې یاد کړی چې پکې په دې ورستيو کې کورونا وايرس له وجې د وژل شویو خبريالانو شمېر زيات شوی دی. جان هاپکنز پوهنتون د نومبر پر ۱مه نېټه په بنګله دېش کې د کورونا ناروغانو شمېر تر څلور لاکه ا۳۸ زره زيات ياد کړی دی.

پيک وايي، په دې هېواد کې تراوسه پورې له کورونا څخه ۳۵ خبريالان مړه شوي دي. د بنګله دېش د چېنل-۲۴ خبريال مرشد حسيب حسن د نومبر پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې رسنيزو ادارو دوی ته له وايرسه د ځان ژغورلو لپاره اړين سامان نه دی ورکړی.

هغه زياته کړه چې د بنګله دېش د خبريالانو ملي سازمان، ټولنو او چارواکيو له وايرس د خونديتوب په اړه ان روغتيايي لارښووني هم نه دي کړي.

د خبريالانو د امنيت اداره پيک وايي چې د بنګله دېش په ۱۹۱ رسنيزه ادارو کې تر ۱۰۰۰ زيات خبريالان په کورونا وايرس اخته شوي هم دي.

بلياس ليمپن وېره ښوولې چې ښايي د روان کال تر پای پورې له کورونا وبا څخه نور خبريالان هم مړه شي البته نوموړي ويلی چې د اروپا په شان هېوادونو کې خبريالانو له وايرس د خونديتوب لارې چارې زره کړي دي.

دوی اوس ماسک تړي، له نورو سره فاصله ساتي او له خلکو سره لیدنې او سفرونه يې هم کړي دي چې له کبله يې د ليمپن په وينا په دې هېوادونو کې له کورونا څخه د خبريالانو مړينه کمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG