اذربایجاني ځواکونو د نګورنو قره باغ هوکړې له مخې یوه بله سیمه هم په خپل کنټرول کې راوسته.
کارونا، چې اذربایجان یې چلبجر یادوي باید د نومبر په پنځلسمه تسلیم شوې وای خو د بشري دلایلو په سبب دا کار ځنډېدلی و.
د اذربایجان دفاع وزارت د نومبر پر ۲۵ ویلي چې پوځي قطعې یې دغې سیمې ته ننوتي دي.
د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ د خونړۍ جګړې د درولو لپاره روسیې منځګړیتوب وکړ او دوی یې هوکړې ته سره ورسول چې له مخې یې ارمینیا د اګدام، چلبجر یا کروچر او لاچین سیمې پرېښودو ته اړ شو.
اګدام د نومبر په شلمه او چلبجر هم په پنځه ویشتمه تسلیم شو.
اذربایجان ته د لاچین د سپارلو نېټه د ډسمبر لومړۍ یاده شوې.
د اذربایحان دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د دوی د ځواکونو د خوندیتوب لپاره د یادې سیمې ټولې لارې آماده دي او غرنۍ سیمې او سړکونه له ماینونو پاک شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې د ورځې په اوږدو کې به د دې حرکت عکسونه او ویډیوګاني شریکې شي.
چلبجر وروسته له هغه اذربایجاني ځواکونو ته وسپارل شو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بېګاه د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف او د ارمینیا له وزیر اعظم نیکول پاشینیان سره خبرې وکړې.
دا خبره کریملین کړې ده او زیاتوي چې دغو درېوو مشرانو همدا راز په نګورونو قره باغ کې خلکو ته د بشري مرستو په رسولو، اقتصادي مسایلو او دغه راز د ترانسپورټي اړیکو پر وړاندې د خنډونو د لیرې کولو په اړه بحثونه کړي دي.
د تېرې اونۍ په وروستیو کې د روسیې وزیر اعظم د دوو مرستیالانو، او د دغه هېواد د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سرګي شویګو او سرګي لاوروف په ګډون د دې هېواد لوړ پوړي حکومتي پلاوي یریوان او باکو ته ولاړل.
د اذربایجان دفاع وزارت وايي، دغو چارواکو په نګورنو قره باغ سیمه کې د روسي سوله ساتو ځواکونو د فعالیتونو او خلکو ته د بشري مرستو د رسولو برابرولو لپاره پر نورو اقداماتو غور وکړ.
شاوخوا ۲۰۰۰ روسي ځواکونه د سیمي شاوخوا دیرش کلنې جګړې د ختمېدو د یوې برخې په توګه د روانې میاشتې په سر کې نګورونو قره باغ سیمې ته ننوتل.
په دغو جګړو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.
د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ اوربند دواړه هېوادونه دې ته ژمن کړل چې په خپلو کې سوداګریزې پولې ببرته پرانیزي خو لا هم د دې کار لپاره وخت نه دی ټاکل شوی.
روسیه له دواړو هېوادونو سره پراخې اړیکې لري خو له ارمینیا سره امنیتي همکاري کوي.
تاريخي شاليد
اذربايجان او ارمينيا دواړه د شوروي اتحاد برخه پاتې شوي او په ۱۹۹۱ز کال کې د دې اتحاد له ړنګېدو سره سم دواړو هېوادونو خپلواکي اعلان کړه.
د پخواني شوروي اتحاد د دې دوو غړو هېوادونو تر منځ د نګورونو قره باغ پر سر د ۱۹۸۸ز او ۱۹۹۴ز کلونو تر منځ هم شپږ ځلې جګړه وشوه چې په نتيجه کې يې تر ۳۰ زره زيات کسان ووژل شول او شاوخوا يو مليون کسان بېکوره شول چې زياتره يې اذريان ول.
دا سیمه په دودیز ډول د ارمني عيسويانو او اذري يا ترک مسلمانانو استوګنځی و خو د دې کسانو له بېکوره کېدو وروسته په نګورنو قره باغ کې اکثريت نفوس د ارمنيانو پاتې شو.
په ۱۹۹۴ز کال کې که څه هم د روس په منځګړتوب د نګورنو قره باغ پر سر د اذربايجان او ارمينيا تر منځ اوربند وشو خو دواړه هېوادونه د شخړې د مستقل هواري لپاره کوم جوړ جاړي ته نه سره ورسېدل.
د فېسبوک تبصرې