د امریکا د خوړو او دوایانو ادارې - ایف ډي اې - د دسمبر پر ۱۱مه دا منظوري له هغه یو ورځ وروسته ورکړه چې د سلاکارانو خپلواکې ډلې له ۱۶ تر ۸۵ کلونو عمر لرونکیو ته د دې واکیسنو ورکول تایید کړ.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو ویډیويي بیان کې د میلینونو خلکو د ژوند خوندي کولو او د وبا ختمولو لپاره دا واکسین یو طبي معجزه بللې ده.
د امریکا د خوړو او دوایانو ادارې لخوا د واکسینو د منظورۍ د اعلانونو پرمهال ولسمشر ټرمپ وویل، په نهو میاشتو کې یې خوندي او موثره واکسین جوړ کړي او دا یې د ده په وینا، د امریکا په تاریخ کې په لویو ساینسي کامیابیو کې یوه ده.
دا نوی واکسین په داسې وخت کې جوړ شول چې په امریکا کې د کورونا وایرس دریمه څپه خوره شوې او د خلکو ناروغه کېدو او په روغتونو کې د بستر کېدو له وجې ریاستونه محدودیتونو لګولو ته مجبوره شوي دي.
دې محدودیتونو یو ځل بیا کمزوري اقتصاد ښه کېدو ته ګواښونه جوړ کړي دی.
دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د کورونا وایرس له وجې د مړو شمیر درې لاکو ته نیږدې شوی دی.
په امریکا، جرمني، چين، روس او هند کې دوا جوړړونکو کمپنيو د دې ناروغۍ واکسينو جوړولو اعلانونه کړي دي.
په دوی کې امريکايي کمپنۍ فایزر او د جرمني بايواېنټيک د نومبر پر ۱۸مه وويل چې د دوی جوړ کړي واکسین ۹۵ فیصده اغېزناک ثابت شوي دي.
تر امریکا وړاندې لومړی برتانیا او بیا کینیډا، میکسیکو ، سعودي عرب او بحرین هم د واکیسنو منظوري ورکړې ده.
تمه ده چې د اروپايي اتحادیې په ګډون ځینې نور هېوادونه په راتلونکیو اوونیو کې د کورونا وایرس ضد واکسینو د استعمال منظوري ورکړي.
د روغتيا نړيوالې ادارې د دې واکسينو د جوړېدو هرکلی کړی خو لا یې هم په رسمي ډول د کارولو اجازه نه ده ورکړې.
د دې ادارې د بيړنيوو پروګرامونو د څانګې مشر، ډاکټر مايکل راين د دیسمبر په شپږمه په ان لاين غونډه کې خبريالانو ته وويل چې ملکونو بايد خپل ولس ته بې لارې کوونکې هيلې ورنه کړي ځکه چې ټولو خلکو ته واکیسينو رسېدو ته لا ډير وخت پاتې دی.