د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس ناروغۍد نړۍ ډېرو هېوادونو اقتصاد ځپلی دی 


په ټېکسس کې یو روغتیاپال تر ډېر کار وروسته ارام کوي
په ټېکسس کې یو روغتیاپال تر ډېر کار وروسته ارام کوي

‌د اقتصاد ډېری کارپوهان د کورونا وایرس ناروغۍ له امله د اوښتي مالي زیان په اړه له دې خبرې سره اتفاق کوي چې دا له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو لوی اقتصادي بحران دی.


کورونا وایرس په نړۍ کې په میلینونو کسان اغیزمن کړي او تر ډېسېمبره یې له یو میلیون زیات کسان وژلي دي.

امریکا کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات کسان اغیزمن کړي. انځور- ارشیف
امریکا کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات کسان اغیزمن کړي. انځور- ارشیف

د نړۍ نژدې نیمايي څخه زیاته ابادي له ټولبند سره مخامخ شوې ده او پر تګ راتګ یې محدودیتونه لګول شوي دي.

ځینو هېوادونو د ځايي کمپنیو، وړو تجارتونو او له مشکلاتو سره مخامخ وګړیو مالي مرسته کړې ده چې د ۲۰۲۰م کال له مارچ راهیسې دغه رقم شاوخوا ۱۲ کربه ډالرو نه زیات جوړېږي. خو د هغو مرستو باوجود هم اقتصادونه له مشکلاتو نه دي را اېستل شوي.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ تنظیم ( او اي سي ډي) په خبره، اټکل کېږي چې سږ کال په نړۍ کې کلنی پیداوار تر ۴.۵ فیصده راکم شي.

د ملګرو ملتونو د تجارت او ترقۍ یو کانفرنس په څېړنه کې خبردارې ورکړل شوي چې دغه بحران ښايي ۱۳۰ میلیونه خلک سخت غربت ته ورټېل وهي.

د کورونا وایرس وبا په اړه نوي پرمختګونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:57 0:00

د ۲۰۲۰ز کال په اخیري څو میاشتو کې په اروپا، امریکا او نورو هېوادونو کې د کورونا وایرس دویمه څپه ریکارډ شوې ده.

پوښتنه دا ده چې په داسې حالاتو کې راتلونکي کال د اقتصادونو د ښه کېدو څومره امکان دی؟

شاوخوا ټول کارپوهان پر دې متفق دي چې د اقتصادونو بیا رغېدل به تر ډېره پر دې تکیه وکړي چې د کورونا وایرس ناروغۍ واکسین څومره دستیاب دی.

دا وخت د فایرز او بایو این ټیک او ماډرنا واکسینو زیاته توجه حاصله کړې ده چې طبي ازموینو یې ښودلې ده تر ۹۰ فیصده زیات موثره دي.

د کورونا وایرس د مودرنا شرکت واکسین
د کورونا وایرس د مودرنا شرکت واکسین

په بازار کې د دغو واکسینو ژر دستیابۍ امیدونه پیدا کړي چې ژوند او اقتصادونه ښايي په لږه موده کې بیرته د عادي حالاتو په لور روان شي.

خو ځیني کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ښايي ډېر وخت ونیسي. د مثال په توګه فاېزر په نومبر کې ویلي ول چې سږ کال د خپلو واکسینو ۵۰ میلیون خوراکونه جوړولای شي چې ورسره به ۲۵ میلیونه خلکو ته هغه واکسین ورسېږي.

بیا په ۲۰۲۱ز کې به یې د واکسینو پیداوار ۱.۳ بیلیون خوراکه وي. خو که وکتل شي نو دا د نړۍ د ۷.۵ بیلیون ابادۍ لپاره ډېر کم دي.

د سرمایه کارۍ د یو لوی بینک (یو بي ایس) مشر ایکسیل ویبر د امریکا - سي این بي سي - ټلویژن ته د نومبر پر ۱۱مه وویل چې د واکسینو پر موجودګۍ سربېره به د اقتصادونو رغېده ډېر وخت واخلي.

د کورونا وایرس د فایزر شرکت واکسین
د کورونا وایرس د فایزر شرکت واکسین

د ملګرو ملتونو د تجارت او ترقۍ کانفرنس UNCTAD د نومبر ۱۹مې په رپورټ کې خبرداری ورکړی دی چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله چې اقتصادونو ته کوم زیان رسېدلی، ښايي ممکن نه وي چې په پوره ډول یې مداوا وشي.

په واشنګټن کې د یوې څېړنیزې ادارې انسټيټيوټ اف انټرنېشنل فایننس یوې اقتصاد پوهې ایلینا ریبا کووه د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ته وویل چې غریب او پرمخ تلونکې هېوادونه به د خپلو اقتصادونو بیا رغولو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي.

چین چې تر ټولو اول پکې د کورونا وایرس ناروغي پکې رامنځ ته شوې وه، له بدترو حالاتو نه د رغېدو په حال کې ښکاري.

د ۲۰۲۰م کال له جولایي څخه تر سپټمبره د چین اقتصاد د تېر کال د همدغه مودې مقابل ۴.۹ فیصده وده وکړه. خو کارپوهانو د ۵.۲ فیصده ودې تمه کوله.

د چین اقتصاد د ۲۰۲۰م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۶.۸ فیصده متاثره شو. هغه مهال په هېواد کې ټولې کارخانې بندې شوی وی.

کورونا وايرس وبا کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00

کارپوهان وايي، د ټولبند سختو اقداماتو او حکومتي مرستو سره کېدای شي په اقتصادي وده کې تر ډېره کومک شوی وي.

په عین حال کې کورونا وایرس ناروغۍ په دفترونو او نورو ځایونو کې کارکوونکي په جلا جلا ډول متاثره کړي دي.

د دفترو کارکوونکي اوس په اوونۍ کې ډېرې ورځې له کوره کار کوي. بلخوا د هغو چا چې تنخاګانې یې کمې وې او د بېراګانو، صفايي کوونکو او خرڅلاو کارونه یې کول، د نویو کارونو لټولو ضرورت به ورته ورپېښ وي.

ټولبند د شانګلې سیلګرۍ کاروبار ځپلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

د ملګرو ملتونو د خواريکښو سازمان ( ای ایل او) شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۰ز په لومړیو نهو میاشتو کې کاري ساعتونه تر ۱۱.۷ فیصده را کم شو. یاني دا د۳۳۲میلیون نهه ساعته کارونو برابر دي.

په ۲۰۲۱ز کې به د خواريکښو حالات پر دې تکیه کوي چې د کورونا وایرس ناروغۍ په څه حال کې ده او حکومتونه څه ګامونه پورته کوي.

د اقتصاد پوهې ریبا کووا په خبره په راتلونکي کې به حکومتونو ته سختې فیصلې کول وي.

هغه وايي، ډېر هېوادونه به ونه کړای شي چې تر د کورونا وایرس ناروغۍ تر راتګ وړاندې د خپلې اقتصادي ودې کچې ته بیا ورسېږي.

XS
SM
MD
LG