د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سویډن، سپېن او کاناډا کې هم د کورونا وایرس نوې بڼه موندل شوې 


د کورونا وایرس د نوي قسم په اړه ویل کېږي چې دا زیات خورېدونکی خو لږ وژونکی دی او تر اوسه  پرې واکیسنو هم اثر نه دی کړی.
د کورونا وایرس د نوي قسم په اړه ویل کېږي چې دا زیات خورېدونکی خو لږ وژونکی دی او تر اوسه  پرې واکیسنو هم اثر نه دی کړی.

سویډن، سپېن او کاناډا هم د ډیسمبر پر ۲۶مه په خپلو هېوادونو کې د کورونا وایرس ناورغۍ د نوې بڼې د لومړنیو کیسونو پخلی کړی دی.

په سپين کې څلور ، په سویډن کې یو او په کاناډا کې دوه کیسونه ثبت شوي دي.

تر دې وړاندی د نوی وایرس کیسونه لومړی په برتانیا او له هغه وروسته په هانګ کانګ، سینګاپور، اسټرالیا، فرانس او جاپان کې هم ثبت شول.

د کورونا وایرس د نوي قسم په اړه ویل کېږي چې دا زیات خورېدونکی خو لږ وژونکی دی او تر اوسه پرې واکیسنو هم اثر نه دی کړی.

په برتانیا کې د کورونا وايرس د نوي قسم کېسونو مخې ته راتللو له وجې دغه هېواد له ټولبند او د نړیوال سفرونو له محدودیتونه سره مخامخ شو.

په جاپان کې د وایرس د نوي قسم تر اوو کیسونو ثبتېدو وروسته ټوکیو د ډیسمبر له ۲۸مې خپل هېواد ته د بهرملکیانو داخلېدل په لنډمهاله توګه منسوخ کړي دي.

د امریکا حکومت هم ویلي چې د ډيسمبر له ۲۸مې دغه هېواد ته له برتانیا څخه تلونکیو په ټولو پروازونو کې مسافرو لپاره دا ضروري ده چې د کویډ ۱۹ منفي ټیسټ ولري.

XS
SM
MD
LG