د ننګرهار چارواکي وایي د ډېسېمبر پر ۳۱مه سهار جلال اباد ښار کې د عامه نظم پولیسو پر یوه رېنجر موټر د سړکغاړې ماین چاودنه کې یو ملکي تن وژل شوی او دوه امنیتي سرتېرې ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر مسوولین وایي ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او زیاتوي چې د دواړو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ماین چاودنې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي دي.