د امريکا په تاريخ کې يو د تر ټولو زیاتو جنجالي ټاکنو او واک سپارلو تر پړاونو پس دا دی د ډېموکراټ ګوند جو بایډن نن د جنورۍ پر شلمه غرمه مهال د کانګرس ودانۍ مخې ته تر سخت امنیتي سیوري لاندې د امریکا د ۴۶ م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
د خپلې نوې دندې لپاره د دغه هېواد د سپریم کورټ (سترې محکمې) مشر جان رابرټ ورته د وفادارۍ سوګند ورکړ. جو بایډن د امریکا ۴۶م ولسمشر شو.
۷۸ کلن جو بایډن د امرکا په تاریخ کې د تر ټولو زیات عمر لرونکی ولسمشر دی چې د دغه هېواد د ۴۶ ولسمشر ډانلډ ټرمپ ځای نیسي.
بایډن پر «انجیل لاس کښېښود» او لوړه یې وکړه چې د امریکا، د امریکایانو، اساسي قانون او ملکي ګټو ساتنه به کوي.
له هغه سره یې مېرمن او د کورنۍ نور غړي هم ول.
د ده مرستیاله ولسمشرې کماله هېرس تر ده یو څو شېبې وړاندې لوړه وکړه، دا لومړې ځل دی چې يوه ښځه او هغه هم سپین پوستې نه ده، پر دې څوکۍ راځي.
د امریکا په ۱۵۲ کلن تاریخ په لومړي ځل یو تلونکی ولسمشر د لوړې مراسمو کې برخه وانخستله خو د هغه مرستیال مایک پنس د امریکا پخواني ولسمشران بارک اوباما، کلنټن او ځینې نور چارواکي ورغلي ول.د امریکا بل پخوانی ولسمشر جیمي کارټر چې ۹۶ کلن دی، نه دی توانیدلی چې ورشي.
ټرمپ تر سرکاري مراسمو مخکې له واشنګټنه ووت، خو د مخه ښه په خبرو کې یې نوي ولسمشر جو بایډن ته په کارونو کې د بري هیله وښوده.
د کورونا وبا د بندیزونو له کبله د معمول خلاف ډېر لږ کسان دغو مراسمو ته وربلل شوي ول، په نورو دورو کې به لسګونه زره مېلمانه او خلک وربلل کېدل.
تر مراسمو لږه شېبه پس چې د خونړۍ وبا په مینځ کې او پر شپږم د جنورۍ پر پلازمېنه باندې د ټرمپ پلویانو په برید پسې ترسره شول، هېوادوالو ته په خپله وینا کې بایډن وویل، لا هم ډېر څه کول دي، "یووالی د مخ ته تلو لار ده،" نوموړي دا څرګندونې د خپل پېشرو یا تلونکي هغه وېشلې ژبې ته په حواله سره کولې.
د واک سوله ییز لېږد پس بایډن وویل، "ولسواکي وغوړېدله، نن ورځ د امریکا ده. نن د جمهوریت ورځ ده. نن د تاریخ او هیلې ورځ ده، نن د رانويکولو او روغې ورځ ده. "
بایډن په خپله وینا کې د هېواد د پولو هغې غاړې ته د پیغام په استولو سره هوډ وښود چې له خپلو اتحادیانو او نورو هېوادونو سره به اړیکې رغوي.
بایډن وویل، موږ به خپل ایتلافونه ورغوو،له نړۍ سره به یو ځل بیا یوځای شو، نه یوازې د پرونیو ستونزو د هوارولو لپاره، بلکې د نن او سبا د ننګونو لپاره."
امریکا وازمویل شوه، او موږ د دې لپاره نور پیاوړي شول.
ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د امریکا په وخت سهار پر ۸:۱۵ بجو له سپینې ماڼۍ ووت او په یوې هليکوپټره کې هغو مراسمو ته ولاړ چې د ده د مخه ښه لپاره جوړ شوي وو.
ټرمپ که څه هم خپلو خبرو کې د جوبایډن نوم یاد نه کړ، خو نوې ادارې ته یې د ښو چارو هیله وښوده.
نوموړي وویل، دا مې ستر ویاړ دی چې ستاسو ولسمشر وم. ډېره مننه
ټرمپ په دغو مراسمو ته وینا کې یو ځل بیا د امریکا د اقتصادي ودې، د کورونا وایرس سره مبارزې، په څه کم یو کال کې د کورونا وایرس ضد واکسین تولید او د امریکا د پوځي او دفاعي ځواکونو غښتلي کول د خپل حکومت د کاري دورې لاسته راوړنې یادې کړې.
بایډن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ۳۰۶ انتخاباتيرایې (الیکټورل کالج) وګټلې او منتخب ولسمشر شو. د هغه سیال او د امریکا تلونکي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ۲۳۲ انتخاباتي رایې ګټلې وې. د انتخاباتو د ګټلو لپاره ۲۷۰ انتخاباتي رایې پکار وي.
جوبایډن تر دې مخکې اته کاله د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال وو.