د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو له امریکا سره د کړې هوکړې ژمنې عملي کړي نه دي: کيربي


د امریکا دفاع وزارت وياند جان کيربي
د امریکا دفاع وزارت وياند جان کيربي

د امريکا دفاع وزارت ويلي چې طالبان د افغان سولې په اړه له امريکا سره د شوي تړون پر ژمنو عمل نه کوي.

د دفاع وزارت وياند جان کيربي د جنورۍ پر ۲۸مه خبريالانو ته وويل چې طالبان د تشدد کمولو او له القاعده ترهګرې ډلې سره د اړيکو پرېکولو ژمنې نه مراعتوي.

نوموړي زياته کړه چې امريکا پر خپلو ژمنو ولاړه ده خو د طالبانو لخوا له ترهګرۍ څخه د لاس نه اخيستلو او پر افغان ملي ځواکونو په پرتشده بريدونو کولو سره دا ډېره ګران برېښي چې په تړون کې پرمختګ وشي.

د امريکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په اړه د ۲۰۲۰ز کال په فبروري کې د قطر په سرښار دوحه کې تړون وشو چې له مخې يې د طالبانو لخوا د امنيت ضمانتونو او له القاعده سره د اړيکو پرېکولو په بدل کې ټاکل شوې وه چې د روان ۲۰۲۱ز کال تر مې مياشتې پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وځي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون

په تړون کې دا هم ويل شوي ول چې طالبان به پر امريکايي ځواکونو بريدونه نه کوي، په افغانستان کې به تشدد کموي او له افغان حکومت سره به د سولې خبرې پرمخ وړي.

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له دوهمې مرحلې څخه څه باندې درې اوونۍ تېرې شوې دي خو په دې خبرو کې څه ډول پرمختګ نه ښکاري ځکه د دواړو خواوو پلاوو له څو ورځو راهیسې نه دي سره کتلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG