د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې او روسیې څار مرکز د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ د شوي اوربند څارنه کوي


ترک چارواکو مخکې ویلي ول چې څارونکی مرکز به د اذربایجان په اغدام سیمه کې جوړېږي.
ترک چارواکو مخکې ویلي ول چې څارونکی مرکز به د اذربایجان په اغدام سیمه کې جوړېږي.

د ترکيې او روسيې یو ګډ څارونکی مرکز د جنورۍ پر ۳۰مه د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ د ناګورنو قره باغ پر سر په شخړه کې د شوي اوربند څارنه پیلوي.

د ترکيې دفاع وزیر هولوسي اکار د جنورۍ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د دوی یو جنرال او ۳۸ نور افسران به په دغه مرکز کې ځای پر ځای وي.

ترک چارواکو مخکې ویلي ول چې څارونکی مرکز به د اذربایجان په اغدام سیمه کې جوړېږي.

دغه سیمه د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ د ناګورنو قره باغ پر سر د شپږو اوونیو په شخړه کې له نسلي ارمینیایي ځواکونو نیول شوې وه.

په دغه سیمه کې د اوربند څار به د ډرون په واسطه کېږي.

ترکيې او روسيې له هغه اوږده موده وروسته د یو ګډ څارونکي مرکز پر جوړولو اتفاق وکړ چې په د ۲۰۲۰ز کال په نومبر کې مسکو د ناګورنو قره باغ پر سر د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ د جګړې په ختمولو کې منځګړتوب وکړ.

د اوربند تړون له مخې د ناګورنو قره باغ یوې برخې په ګډون د هغې شاوخوا اووه ضلعې د نسلي ارمینیایانو له کنټرول ۳۰ کاله وروسته دا ذربایجان تر انتظام لاندې راغلې.

XS
SM
MD
LG