د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برما کې خلکو د پوځي واک پر ضد احتجاج پېل کړی


په برما کې مظاهرې
په برما کې مظاهرې

د فرورۍ پر ۷مه په برما کې په لسګونه زره کسان په دغه هېواد کې د شوې کودتا پر ضد لارو کوڅو ته راووتل او د منتخب شوې مشرې انګ سان سوچي د راخوشې کولو غوښتنه یې وکړه.

دا په برما کې د ۲۰۰۷م کال د زعفران تحریک وروسته تر ټولو لوی احتجاج دی. د دغه تحریک په نتیجه کې واک جمهوري حکومت ته انتقال شوی وو.

د پوځ پر ضد د احتجاج دا لړۍ د فرورۍ په شپږمه پېل شوې او مظاهره چيانو پکې سره کمېسونه اغوستي او سره بیرغونه یې او اچت کړي وو. دا رنګ د سوچي د ګوند نیشنل لیګ فار ډیموکریسي نمایندګي کوي.

احتجاج کونکو په خپل نعرو کې ویل چې پوځي امریت نه بلکې جمهورت غواړي. په برما کې پوځ د فرورۍ د لومړۍ نیټې په سهار پر واک قبضه وکړه او له دې سره یې د جمهوري واک انتقالولو د عمل مخنیوی وکړ.

XS
SM
MD
LG