په کراچۍ کې چارواکي وايي چې پولیسو د فېبرورۍ پر نهمه سهار د ښار په لانډي سيمه شاه لطيف ټاون کې د عملیاتو پر مهال یو وسله وال وژلی او پنځه نور یې نیولي دي.
د سیند اطلاعاتو وزیر ناصر حسین د فېبرورۍ پر نهمه ناوخته یوې خبرې غونډې ته وویل چې پولیسو او استخباراتي ادارو د وسله والو یوه شبکه نیولې چې د کراچۍ په حساسو ځایونو کې یې د بریدونو پلان درلوده.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ویلي.