د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور چټک بس لپاره ۳۰ نور بسونه اخېستل شوي


د پاکستان وزیراعظم د ۲۰۲۰ کال د اګست پر ۱۳مه د بي ار ټي بسونو پروژه پرانېستله.
د پاکستان وزیراعظم د ۲۰۲۰ کال د اګست پر ۱۳مه د بي ار ټي بسونو پروژه پرانېستله.

په پېښور کې د ټرانس پشاور ویاند عمير خان د فېبرورۍ پر اتمه نېټه په يوه بیان کې ويلي، له چينه اخېستل شوي دغه بسونه ورلېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړې، هر بس ۱۸ مېټره اوږد دی او ۳۰ واړه بسونه په مجموعي توګه ۳۷۵۰ سپرلی وړی شي.

له دې سره به د چټک بسونو شمېر ۱۵۸ ته ورسېږي.

د پېښور چټک بس سروس په څه حال دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:24 0:00

د خيبر پښتونخوا حکومت د څو کالونو تر ځنډ وروسته د ۲۰۲۰ز کال د اګست په مياشت کې د پېښور چټک بس پروژه پرانېستې وه چې هدف يې خلکو ته په ښار کې دننه په تګ راتګ کې اساني پېدا کول وو.

XS
SM
MD
LG