د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د میانمار پر کودتا کوونکو بندیزونو اعلان کړل


بایډن يو ځل بيا د برما پر پوځ غږ وکړ چې نيول شوي جمهوري سياسي مشران او فعالان خوشې کړي.
بایډن يو ځل بيا د برما پر پوځ غږ وکړ چې نيول شوي جمهوري سياسي مشران او فعالان خوشې کړي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د یوه صدارتي فرمان په جاري کولو سره د میانمار د پوځ پر هغو غړيو بنديزونه لګول شوي چې د اوسنۍ راغلې کودتا مشري یې کوله.

بايډن د فېبرورۍ پر ۱۰مه د دې اقدام اعلانولو پر مهال د برما پر پوځي جنرالانو ټينګار وکړ چې واک پرېږدي او ولسي خوښې ته درنښت وښيي.

نوموړي يو ځل بيا د برما پر پوځ غږ وکړ چې نيول شوي جمهوري سياسي مشران او فعالان خوشې کړي.

بايډن ويلي چې د انتظامي امر مقصد د کودتا رهبري کوونکو پوځي مشرانو پرضد بنديزونه لګول دي چې د هغوی کاروباري ګټې او د کورنۍ نېږدې غړي هم پکې شامل دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې لړ کې به نور اقدمات هم کوي خو دمګړی به دغه بنديزونه په امريکا کې د يو ارب ډالرو پانګو ته د جنرالانو د لاسرسي مخه ونيسي.

امريکا به همدا راز پر د میانمار پر برامداتو بنديزونه ولګوي او هغه امريکايي پانګې به کنګل کړي چې د ميانمار حکومت ته ګټه رسوي.

د امريکا لخوا پر میانمار دا بنديزونه له هغه وروسته لګېږي چې د فېبرورۍ د لومړۍ نېټې له پوځي کودتا وروسته زرګونه کسانو د برما په لويو ښارونو کې د جمهوري حکومت د بحالۍ په حق او د کودتا په مخالفت کې مظاهرې پيل کړې دي.

XS
SM
MD
LG