د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سېنېټ ټاکنو لپاره مهالوېش اعلان شو


په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له انتخابي پروګرام سره سم امیدوران د نامزدګي کاغذونه د فېبرورۍ پر ۱۲مه او ۱۳مه د د ریټرننګ افسرانو په دفترونو کې جمع کولای شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له انتخابي پروګرام سره سم امیدوران د نامزدګي کاغذونه د فېبرورۍ پر ۱۲مه او ۱۳مه د د ریټرننګ افسرانو په دفترونو کې جمع کولای شي.

پاکستان الیکشن کمېشن د سېنېټ لپاره د انتخاباتو مهالوېش جاري کړی دی چې د سږني کال د مارچ پر درېیمه نېټه به کېږي.

د مهالوېش په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي یې راغلي چې له انتخابي پروګرام سره سم امیدوران د نامزدګي کاغذونه د فېبرورۍ پر ۱۲مه او ۱۳مه د د ریټرننګ افسرانو په دفترونو کې جمع کولای شي.

د نومول شویو امیدوارانو فهرست به د فېبرورۍ پر ۱۴مه جاري کېږي.

د ریټرننګ افسرانو لخوا د نامزدګۍ کاغذونو د منظورۍ یا ردېدو خلاف د اپیلونو لپاره وروستۍ نېټه د فېبرروۍ ۱۸مه ټاکل شوی ده.

خبرپاڼه وايي چې د امیدوارانو حتمي فهرست به د فېبرورۍ پر ۲۳مه جاري کېږي.

د سېنېټ د تېر ځل انتخابات هم د ۲۰۱۸ز کال د مارچ پر درېیمه شوي وو.

وزیراعظم عمران خان د سېنېیټ انتخابات له ټاکل شوي وخت نه مخکې د کولو اعلان کړی و چې اپوزیشن ګوندونو رد کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG