په پښتنو سیمو کې د راډیو د اهمیت او فعالیت په اړه مو د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې له بېلابېلو کسانو سره خبرې کړې دي.
د راډیو او د انسان ملګرتیا زړه ده، د نولسمې پېړۍ تر نیمايي وروسته د راډیو د جوړولو لپاره هلې ځلې پیل شوې وې. د شلمې پېړۍ په درشل کې « مارکوني » او ځېنې نور ملګري یې په لومړي ځل په دې توانېدلي ول چې غږ تر لرې واټنه ورسوي.
کابل راډیو په ۱۹۲۵، د پېښور راډیو په ۱۹۳۵ او د کوټې راډیو په ۱۹۵۶کلونو کې خپلې لومړنۍ خپرونې شروع کړې وې. د کابل، پېښور او کوټې ترڅنګ نن د نړۍ له ډېرو ښارونو د پښتنو لپاره راډیويي نشریات کېږي. په پښتنو سیمو کې د راډیو د اهمیت او فعالیت په اړه مو د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې له بېلابېلو کسانو سره خبرې کړې دي.
کابل راډیو په ۱۹۲۵ کال کې د شاه امان الله خان په زمانه کې خپل نشریات پیل کړي وو. دا چې هغه مهال د ریکارډنګ او ثبت پرمختللي اواز نه وو، موجود نو هر څه به په ژوندۍ بڼه خپرېدل. موږ د کابل راډیو د تاریخ په اړه د افغان څیړونکي او لیکوال استاد حبیب الله رفیع سره خبرې کړې دي چې د مجلې په غږیزه بڼه کې یې اورېدلی شئ.
پېښور راډیو په ۱۹۳۵ کال کې نشریات پیل کړل. هغه مهال سیمه د برتانویانو تر واک لاندې وه او د پېښور راډیو ته به یې ال انډیا راډیو پېښور نوم اخېست. حاجي اسلم خان د پېښور راډیو سره له تېرو څو لسیزو راهېسې کار کوي. نوموړي د مشال راډیويي مجلې سره په دې اړه خبرې کړي. اسلم خان وايي، کله چې د پېښور راډیو جوړه شوه نو د خلکو د ذوق او غوښتنو مطابق یې بیلا بېلې خپرونې پیل کړلې.نوموړی وايي، د مارکوني کمپنۍ هغه مهال د پېښور او خواو شا سیمو په معتبرو خلکانو او ملکانو د راډیو سیټونه ووېشل او د خلکو لپاره یې یوه لویه مشغولا جوړه کړه. د مجلې په دې ګڼه کې د حاجي اسلم خان خبرې هم اورېدلی شئ.
موږ د کوټې راډیو په اړه مخکې وویل چې نشریات یې د پاکستان له جوړېدو وروسته په ۱۹۵۶ کال کې پيل شوي وو. د پشین سیمې سره تړاو لرونکی څېړونکی او لیکوال لیاقت تابان یې په اړه مشال راډیو ته ویل چې د ایوب خان په حکومت کې د کوټې راډیو خپرونې پیل شوې وې. تابان وايي، په لومړیو کې د پښتو خپرونو لپاره محدود وخت و خو بیا وروسته دا وخت زیات شو او په ځانګړي ډول د موسیقۍ د ودې لپاره کوټې راډیو ډېر فعلیت وکړو. ډاکټر لیاقت تابان وايي، وخت چې څومره په زغل روان و د کوټې راډیو په هغه رفتار منډه ونه وهلی شوه او نن یې نشریات ډېر مخدود شوړي دي. د مجلې په دې ګڼه کې د ډاکټر لیاقت تابان خبرې هم اورېدلی شئ.
د تېرې پېړۍ له اتیایمې لسیزې راهېسې نړیوالو راډیوګانو هم د پښتنو سیمو لپاره خپرونې په باقاعده ډول شروع کړي دي. بي بي سي، اشنا، ډېوه، مشال، ډاچویلی، ترکي، مصر، سعودي، اسټریلیا، هند، چین او نورې ګڼې نړیوالې راډیوګانو هره ورځ پښتنو اورېدونکو ته ځانونه رسوي. تر څنګ یې نن سبا په افغانستان او پاکستان کې د اېف اېم راډیو ګانو بازار هم ګرم دی.
په اېف اېم راډیوګانو کې د خپرونو د وړاندې کولو انداز جدا دی. کوربه زر زر خبرې کوي، په بیک راونډ کې موسیقي خپرېږي او د اوریدونکو سره اړیکې زیاتې نیول کېږي. د لکي مروت په اېف اېم ۸۸ راډیو کې کار کوونکی ارجی شاکر بیټني په دې اړه وايي چې د اېف اېم راډیوګانې د ځوان کهول د غوښتنو سره سمې خپرونې وړاندې کوي. په خپرونه کې د شاکر بیټني خبرې هم اورېدلی شئ.
موږ د داسې خلکو سره هم د راډیو پر اهمیت خبرې کړي چې هغوی لسګونه کلونه کېږي چې راډیو اوري او خوند ترې اخلي. شاعر او لیکوال شفیق العالم معذوریار وايي د خپل ۶۳ کلن عمر زیاته برخه یې د راډیو ترڅنګ تېره کړې ده. هغه وايي، که راډیو نه وای، هغه به شاعر هم نه وای. د هغه نورې خبرې د مجلې په غږیزه بڼه کې اورېدلی شئ.
د خیبر درې خان اپریدی شپیته کلن دی او له تېرو څو لسیزو راهېسې په کویت کې د مساپرۍ ژوند تېروي. موږ له هغه سره هم د راډیو او د هغه د ملګرتیا په اړه خبرې کړې دي. نوموړی وايي کله چې وطن ته ستنېږي خو خلک ترې د راډیو سیټونه د سوغات په توګه غواړي. د خان اپریدي مرکه د مجلې په دې ګڼه کې اورېدلی شئ.
د نورو راډیوګانو په منځ کې مشال هم ده چې د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ له ۱۵مې نېټې نه یې خپرونې پیل کړي او نن سبا د سهار له نهو د ماښام تر شپږو تاسو لپاره خپرونې کوي.