د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې الیکشن کمیشن مخې ته د سرکاري سکولونو استادانو احتجاج


دوی وايي، په راتلونکو ضمني انتخاباتو کې دوی ته د ووټ اچولو لپاره تر اوسه پوسټل بېلیټ پېپرې نه دي جاري شوي.
دوی وايي، په راتلونکو ضمني انتخاباتو کې دوی ته د ووټ اچولو لپاره تر اوسه پوسټل بېلیټ پېپرې نه دي جاري شوي.

په کورمه کې د فېبرورۍ پر ۱۷مه د انتخاباتو کمیشن دفتر مخې ته د سرکاري سکولونو استادانو احتجاج کړی.

دوی وايي، په راتلونکو ضمني انتخاباتو کې دوی ته د ووټ اچولو لپاره تر اوسه پوسټل بېلیټ پېپرې نه دي جاري شوي.

د استادانو اتحاديې يو مشر زاهد خان اورکزي د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وويل چې تر د مقررې نېټې يعنې دريمې فېبرورۍ پورې شاوخوا ۶۰۰ استادانو د پوسټل بېلټ پېپرې ترلاسه کولو لپاره درخواستونه جمع کړي ول خو يو کس ته هم بېلټ پېپر نه دی ورغلی.

په پښین کې ضمني ټاکنې جمعیت علما اسلام ګټلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

بلخوا په کرمه کې په ۴۵ مه حلقه د کېدونکو ضمني انتخاباتو ریټرنېنګ افسر حیات الله د فېبرورۍ پر۱۷مه مشال راډیو ته هم دومره وويل چې سرکاري اهلکارو ته تر اوسه د ډاک د لارې د رايې اچونې سهولت ځکه نه دې ورکړل شوی چې د هغوی درخوستونه مسترد شوي دي.

د پاکستان الیکشن کمیشن هغو سرکاري اهلکارانو ته د ډاک په لار د ووټ اچولو سهولت ورکوي کوم چې په انتخاباتو ورځ ډیوټي ترسره کوي او دوی ته پوسټل بیلیټ پېپرې د انتخاباتو ورځ نه مخکې جاري کوي.

په کورمه کې د قامي اسمبلۍ د ۴۵ حلقې څوکۍ پروسکال د جمعیت علما اسلام ف ډلې د غړي حاجي منیر خان اورکزي تر مړینې وروسته خالي شوې وه.

پر دې حلقه ضمني انتخابات د فېبرورۍ پر ۱۹مه کېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG