د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احسان الله احسان خوشېکونکي اهلکاران سزا شوي: پاکستاني پوځ ویاند


احسان الله احسان ارشیف-انځور
احسان الله احسان ارشیف-انځور

د پاکستان پوځ وايي، د طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان له بنده د تښتېدو ذمه وارو ته یې سزا ورکړې ده.

دا خبره د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴مه په راولپنډې کې د بهر ملکي میډیا ځيني خبریالانو ته د وینا پر مهال کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې له بنده د احسان الله احسان تېښته یوه جدي معامله وه چې بشپړې پلټنې یې شوي دي او د ذمه وارو پوځي چارواکیو پر ضد قانوني کاروایي شوې ده.

د پوځ ویاند وویل، د طالبانو پخواني ویاند د بیا نیولو لپاره هڅې روانې دي خو هغوی دا مهال د هغه د ځای ځایګي په اړه څه مالومات نه لري.

احسان الله احسان د ۲۰۱۷ز کال د فبرورۍ په میاشت کې خپلځان د پاکستان استخباراتي ادارو ته سپارلی وو. خو پروسږ کال (۲۰۲۰) د فبرورۍ په میاشت کې خبرونه خپاره شو چې هغه د امنیتي ځواکونو له ولکې تښتېدلی دی. وروستو بیا د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه هم د دغه خبر تصدیق وکړ.

تېره اوونۍ د احسان الله احسان له خپله ټویټره د نوبېلوالې او د تعلیم مبارزې ملاله یوسفزۍ ته دړکې ورکړې وې. په دغه اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د پوځ ویاند وویل چې د هغه د مالوماتو تر مخه دغه اکاونټ جعلي دی.

ملالې یوسفزۍ د احسان الله احسان د دغه ټویټ په غبرګون کې د پاکستان له پوځي چارواکو ځواب غوښتی وو چې پخوانی طالب ویاند مو له بنده څنګه ازاد شو؟ وروسته ټویټر ادارې د احسان الله احسان د ټویټر اکاونټ ورتاړه.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان پر ملالې یوسفزۍ له برید سره سره په پاکستان کې د یوشمېر ترهګرو بریدونو ذمه واري قبوله کړې ده. ملاله یوسفزۍ له برید وروسته د برتانیا برمنګهم ښار ته د درملنې لپاره یووړل شوه او لاهم هلته میشته ده.

XS
SM
MD
LG