د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، په شام کې د ايران ملاتړې ملېشې پرضد بريدونو ته بايد تهران داسې وګوري چې دا د نورو څه قسمه جارحانه کارروايانو پرضد يو خبرداری دی.
د فبرورۍ پر ۲۶مه چې کله خبريالانو له جوبایډن پوښتنه وکړه چې په شام کې د امریکايي بریدونو اجازت ورکولو له لارې هغه څه پېغام لېږل غوښتل؟ نو امریکايي ولسمشر وویل: " تاسو له خپلو اعمالو مستثنا نه ياست."
نوموړي زياته کړه چې (محتاطه اوسئ). بايډن دا څرګندونې په طوفان ځپلي ايالت ټېکساس کې د امدادي هلو ځلو د جاج اخيستو پر مهال په هيوسټن کې وکړې.
د امريکا دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۵مه هوايي بريدونه د هغو راکټي بريدونو په ځواب کې اعلان کړل چې د دې مياشتې په لومړيو کې پر هغه عراقي پوځي مرکز شوي ول چې امريکايي او ايتلافي ځواکونه پکې وو.
وزارت وايي، په داسې کولو سره يې يو واضح پيغام ورکړ چې ولسمشر بايډن به د امريکايي او ايتلافي اهلکارو د خونديتوب لپاره ګام اخلي.
د امريکا دفاع وزارت وايي، دوو اېف ۱۵ ای جنګي الوتکو يې د شام په مشرقي برخه کې پر هغو تنصيباتو اووه هدف ويشتونکې وسلې کارولي چې اورپکو کارول.
ګمان کېږي چې دا اورپکي پر امريکايي او نورو ځواکونو په بريدونو کې ککړ ول.
دفاع وزارت وايي، د بايډن لخوا د ولسمشرۍ څوکۍ تر سنبالولو وروسته د نوموړي انتظاميې لخوا په دې لومړي پوځي اقدام کې يې د عراق او شام پر سرحد د کنټرول پر نقطه يوشمېر هغه تنصيبات په نښه کړي دي چې يو شمېر ايران ملاتړو ملېشو کارول. په دې کې عراقي شيعه ډلې هم وې.