د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له ایرانه غوښتي چې د تعمیري مذاکراتو برخه شي


پرایس وايي، امریکا هغو مذاکراتو ته د ایران رضایت ته به خورا زیاته لېوالتیا وښيي چې (باوري او واقعي پرمختګ) ته لار برابروي.
پرایس وايي، امریکا هغو مذاکراتو ته د ایران رضایت ته به خورا زیاته لېوالتیا وښيي چې (باوري او واقعي پرمختګ) ته لار برابروي.

دا تر هغې وروسته ده چې د واشنګټن اروپايي ملګرو په ویانا کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ټولنې (ای اې اي اې) په غونډه کې پر تهران د انتقاد له پلانه لاس واخیست.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس بېګا خبري غونډې ته وویل چې واشنګټن خوشاله دی چې اروپایان تر هغه وروسته پر ایران د انتقاد له اقدامه په شا شول چې له رپورټونو سره سم تهران د ۲۰۱۵ز کال د مهم اټومي تړون راتلونکې په اړه (هڅوونکې اشارې) ورکړې.

پرایس وویل، امریکا هغو مذاکراتو ته د ایران رضایت ته به خورا زیاته لېوالتیا وښيي چې (باوري او واقعي پرمختګ) ته لار برابروي.

پرایس وویل، واشنګټن هم په صراحت ویلي چې د تعمیري خبرو برخه به وي.

په ۲۰۱۸ز کال کې له اټومي موافقې څخه د پخواني امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له وتلو او پر ایران د سختو اقتصادي بندیزونو له بیا لګولو راهیسې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې.

ایران د امریکا د دې اقدام په غبرګون کې د اټومي موافقې له یو شمېر مهمو ژمنو په شا شو. د نوي امریکايي ولسمشر جو بایډن حکومت پر موافقې د بیا ورګډېدو اراده ښوولې خو ټینګار کوي چې تهران یې باید لومړی بشپړه پابندي وکړي.

ایران چې د اټومي وسلو له جوړولو انکار کوي، غواړي چې لومړی ورباندې لګېدلي بندیزونه ختم شي.

فرانسې، برتانیې او جرمني د امریکا په ملاتړ د یوه پرېکړه لیک وړاندې کولو پلان جوړ کړی وو چې د ایران له لوري د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ځینو معاینو ځنډول وغندي.

خو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي له خوا یې له ایران سره د جوړجاړي هڅو ته په کتو له دې پلانه لاس واخیست.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG