د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ برید: یو چينايي او یو پاکستانی ژوبل


په کراچۍ کې له دې وړاندې هم پر چينايي وګړو وسله وال بريدونه شوي دي. 
په کراچۍ کې له دې وړاندې هم پر چينايي وګړو وسله وال بريدونه شوي دي. 

د کراچۍ پوليس وايي، د ښار په لياري سميه کې د يو چينايي وګړي پر ګاډي وسله وال بريد شوی چې پکې نوموړی ژوبل شوی دی.

د کراچي د سوهېلي ضلعې د پوليسو مرستيال مشر جاويد اکبر رياض مشال راډيو ته وويل چې د مارچ پر نهمه (نن) سهار پر دوو موټر سايکلو سپرو څلورو کسانو د ۳۲ کلن جېکسن ياهو پر ګاډي ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې د نوموړي په ګډون د هغه په ګاډي کې ناست يو پاکستانی هم ژوبل شوی دی.

دواړه ژوبل کسان د کراچۍ سيول روغتون ته رسول شوي چې درملنه يې روانه ده.

هغه زياته کړه چې له چينايي وګړي ياهو سره په ګاډي کې درې نور کسان هم ناست ول خو هغوی ته زيان نه دی رسېدلی.

پوليس مشر زياتوي چې د پېښې له ځای سره د نېږدو امنيتي کېمرو ريکارډينګ يې اخيستی او پلټنې يې پيل کړي دي.

په کراچۍ کې له دې وړاندې هم پر چينايي وګړو وسله وال بريدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG