په میانمار کې یو عیني شاهد او ځايي رسنیو خبر ورکړی چې د هېواد په مرکزي ښار ماینګ کې نن ( د مارچ پر ۱۱مه) لږ تر لږه پنځه کسان په مظاهرو کې وژل شوي دي.
په میانمار کې د هغه وخت راهیسې حالات نا ارامه دي چې تېره میاشت پوځ د هیواد سویلین مشرې انګ سان سوچي حکومت ختم کړ او هغه یې ونیوله.
دې کار هره ورځ د جمهوریت د بحالۍ لپاره مظاهرې راپارولي دي.
په ماینګ روغتون کې یو عیني شاهد وویل چې ډاکټرانو د پنځو کسانو د مړینې تصدیق کړی دی.
هغه وویل چې په ټپي شویو کې یو تن بې هوشه دی او دا نه ده روښانه چې هغه ژوندی دی که نه؟
ځايي رسنۍ بلخوا د شپږو کسانو د وژنې خبر ورکوي.
دا تازه تشدد په داسې حال کې شوی چې یوه ورځ مخکې امریکا د میانمار د پوځي مشر مین انګ هلینګ د دوه اولادونو او شپږو کمپنیو خلاف بندیزونه اعلان کړل.
د امریکا د خزانې وزارت د مارچ پر ۱۰مه په بیان کې وویل چې دا ګامونه یې د برما د منتخب جمهوري حکومت پرضد د پوځي کودتاه او په بې دردۍ سره د پرامنه مظاهرچیانو د وژنې په ردعمل کې اخیستي.
په بیان کې ویل شوي چې د پوځي مشر بچيان یوشمېر کمپنۍ لري چې د خپل پلار د پوزیشن او ناوړه اغیز څخه ورته نېغ په نېغه ګټه رسېدلې ده.