د لاسرسي ځای

تازه خبر

که عبوري حکومت جوړېږي نو طالبان دې پکې شامل کړل شي: روسیه


د روس د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریه زخا رووا
د روس د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریه زخا رووا

روسیه وايي، که د افغانستان د شخړې هوارۍ لپاره موقت حکومت جوړېږي نو پکار ده چې پکې طالبانو ته هم برخه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ماسکو راتلونکې اوونۍ د یو کنفرانس د کوربه توب لپاره چمتووالی نيسي چې مقصد يې په افغانستان کې د امن پروسه مخ ته وړل دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریه زخا رووا دا بیان تر هغه څو ساعته وروسته مخې ته راغلی چې د مارچ پر ۱۲مه ترکيې هم اعلان وکړ چې راتلونکې میاشت په استنبول کې د افغان امن مذاکراتو د کوربه توب اراده لري.

د مارچ د ۱۸مې نېټې د کنفرانس لپاره ماسکو پر طالبانو سربېره یو شمېر سیمه يیزو هیوادونو ته هم بلنه ورکړې ده. دا لا نه ده واضحه چې ایا امریکا به پکې شامله وي که څنګه؟

زخا رووا په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان لنډ مهاله حکومت جوړېدلو فیصله باید خپله افغانان د ملي پخلاینې په خبرو اترو کې وکړي. هغې زیاته کړه چې د دوی په فکر په افغانستان کې لنډ مهاله حکومت جوړېدل د دغه هیواد د ستونزې پرامنه او سیاسي حل لاره ده.

په عین حال کې د ولسمشر جو بایډن انتظامیه د امريکا او طالبانو تر منځ د تېر کال د سولې موافقې ته بیا کتنه کوي. د هغه موافقې له مخې ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې پاتې امریکايي ځواکونه به په مې مياشت کې له هېواده ووځي. د جوبایډن انتظامیې افغان حکومت ته د یو لنډ مهاله حکومت د جوړولو وړاندیز کړی خو افغان ولسمشر اشرف غني د عبوري حکومت جوړېدو لپاره د واک له پرېښودلو نه انکار کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG