د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر او وزیراعظم پر ولس غږ کړی چې د جمهوريت لپاره کار روان وساتي


تصویر په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشر عارف علوي د سوګند پورته کولو د وخت دی
تصویر په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشر عارف علوي د سوګند پورته کولو د وخت دی

د پاکستان ولسمشر او وزيراعظم د پاکستان ورځې په مناسبت د دې هېواد په ولس غږ کړی چې د يو حقیقي جمهوري او فلاحي رياست جوړولو لپاره کوششونه جاري وساتي.

د پاکستان سرکاري راډيو د راپور ترمخه، نن د مارچ په ۲۳ مه ولسمشر عارف علوي په خپل پېغام کې ويلي دي چې هېواد به په معاشي توګه پياوړی کوي. د پاکستان وزير اعظم عمران خان هم ويلي چې پاکستان به يو پرمختللی هېواد جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت مخالفه سياسي ګوندونه وايي چې د وزيراعظم عمران په مشرۍ حکومت به ختموي ځکه چې دا په انتخاباتو کې د پوځ په درغلۍ واک ته رسېدلی خو حکومت او پوځ دا تورونه ردوي.

بلخوا اپوزيشن ګوندونه وايي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت کې ګراني زياته شوې او ډېرې خلکو خپل روزګارونه له لاسه ورکړي دي.

د پاکستان ورځ ځکه لمانځل کيږي چې د دې هېواد چارواکي وايي چې په ۱۹۴۰ م کال کې په ۲۳ مارچ د پاکستان د جوړولو د قرارداد منظوري ورکړل شوې وه.

XS
SM
MD
LG