د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې په تړاو څلور اړخیزه غونډه کېږي


د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي
د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي

ټاکل شوې چې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي د اپرېل پر ۳۰مه د تروېکا غونډې په چوکاټ کې خبرې وکړي او د بحث موضوع یې د افغانستان سوله او په دغه هېواد کې د سیاسي جوړجاړي لپاره هڅې دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د اپرېل پر ۲۸مه تاس خبري اژانس ته وویل، دوی به د جمعې ورځې په غونډه کې له یوه ګډ دریځه د افغانستان سولې پر بهیر تمرکز وکړي.

تاس په خپل راپور کې د غونډې ځای نه دې یاد کړی، خو په تېره میاشت کې مسکو د ورته غونډې کوربه و چې لوړ پوړو افغان سیاستوالو او طالبانو هم پکې ګډون کړی ول.

معلومه نه ده چې د اپرېل ۳۰ مې ته پلان شوې په دې څلور اړخیزې غونډه کې د افغانستان حکومت کوم استازی بلل شوی او که نه؟ خو د طالبانو قطر د دفتر ویاند محمد نعیم وایي، دوی پر دې غونډه نه دي خبر.

XS
SM
MD
LG