په داسې حال کې چې په هند کې د کورونا وبا له وجې د مړینې کچه په بې سارې ډول لوړه شوې، د کورونا د مخنیوي لپاره وزیراعظم نریندرا مودي باندې فشار مخ په زیاتېدو دی او ترې غوښتنه کېږي چې ټولبند دې سخت کړي.
د صحت ډېر پوهان، د اپوزېشن مشران او د سپریم کورټ ججان غوښتنه کوي چې په ملک کې دې سخت ټولبند ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هند حکومت په وینا، په دې ملک کې په تېرو اوو ورځو کې تر ۳۰ لکه زیات کسان په کورونا وایرس ناروغۍ اخته شوي دي.
په دې ملک کې له تېرو ۱۰ ورځو راهېسې هره ورځ تر درو زره زیات کسان له دې ناروغۍ مري.
اوس د نړۍ د هر هیواد پرتله په هند کې زیات کسان په کورونا اخته کېږي او مړه کېږي. په هغه هیواد کې روغتونونه د کټونو، درملو، اکسیجن او نورو طبي سهولتونو د کمبوت سره مخ دي. هند که څه هم پخپله د کورونا د مخنیوي لپاره واکسین جوړ کړي خو اوس هلته د واکسینو کمی هم لیدل کېږي.