د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې پر خانه بدوشو برید کې يو کس وژل شوی


د کورمې نقشه
د کورمې نقشه

د کورمې پوليس چارواکي وايي په ششو سيمه کې د جون په ۲۶مه وسله والو په خېمو کې پر ميشتو کسانو ډزې کړي، يو تن یې وژلی او څلور یې زخميان کړي دي.

د پوليسو له خوا مشال رېډيو ته د ورکړل شوو معلوماتو ترمخه، وسله وال په ګاډي کې هغې سيمې ته ورغلل او په خېمو کې یې پر ویدو کسانو ډزې وکړي. هدف ګرځېدلي کسان خانه بدوش دي.

د پوليسو په وينا دا شخصي دښمني کيدای شي. د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG