د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان له بګرام اډې وروستي پاتې امریکايي ځواکونه هم ووتل


په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لویه اډه بګرام. انځور - ارشیف
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لویه اډه بګرام. انځور - ارشیف

امریکايي چارواکو د جولای پر دویمه نېټه وویل چې پوځ یې افغان حکومت ته د بګرام هوايي اډه نېږدې شل کاله وروسته وسپارله.

د شورویانو په وخت کې جوړه دغه اډه په افغانستان کې تر ټولو ستره هغه ده چې امریکا او نېټو ځواکونو استعمالوله. په افغانستان کې د امریکا پوځ په خپله موده کې هلته په زرګونو پوځیان ځای پر ځای کړي ول.

امریکايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې د بګرام اډه یې په مکمل ډول افغان پوځ ته وسپارله.

یو امریکايي چارواکي اسوشيېېټد فرانس پریس ( اې ایف پي ) خبري اژانس ته وویل چې "ټول اېتلافي ځواکونه له بګرامه ووتل."

یو بل چارواکي وویل چې په افغانستان کې د امریکا ستر کمانډر جنرال اسټن میلر " اوس هم د ځواکونو د ساتنې په هکله ټوله وړتیا او اختیار لري."

د بګرام اډه افغان پوځ ته سپارل واضحه اشاره ورکوي چې په افغانستان کې له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې امریکايي ځواکونو کې زیاتره اوس له دغه هېواده وتلي او یا وتلو ته نېږدې دي.

دا د هغې نېټې څو میاشتې مخکې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړې و چې د هېواد ځواکونه به یې سږ کال د سېپټمبر پر ۱۱مه له افغانستانه ووځي. هم په دغه ورځ پر امریکا د القاعده وسله والې ډلې د حملې ۲۰ کاله پوره کېږي.

بګرام هوايي اډه

بګرام هوايي اډه د شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان د خپل یرغل پرمهال په ۱۹۸۰ز کال جوړه کړې وه چې ورسره جوخت یوه کلي بګرام په نامه نومول شوې ده. وروسته په ۲۰۰۱ز کال د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې د طالب رژیم نسکورولو پر مهال خپل یو لوی پوځي مرکز وګرځاوه.

په دې اډه کې پر یو وخت لس زره پوځیان میشتېدلای شي. د دې هوايي اډې دوې ځغل-لیکې ۳.۶ کلومیټره اوږدوالی لري چې لویې بار وړونکې او جنګي الوتکې پرې کښېنستلای شي. دېوالونه یې چادونو ته زغره دي.

اسوشيېېټد فرانس پریس لیکي، په دې هوايي اډه کې ۵۰ بستریزه روغتون دی، چې درې جراحي خونې لري او د غاښونو درملنې روغتون هم پکې دی.

XS
SM
MD
LG