د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې هدفي برید دوه تنه وژلي


په جنوبي وزیرستان کې یو سوداګر او یو ټېکدار د نامعلومو کسانو لخوا په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان چارواکو د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې سوداګر په واڼه او ټېکدار په تیارزه کې د جولای پر اتمه وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، وژل شوی تجار حفیظ او وژل شوی ټېکدار عمر نومېږي.

نوموړی وايي، د نامعلومو کسانو خلاف پرچې کټ شوي او تر اوسه یې په ترڅ کې څوک نیول شوي نه دي.

په جنوبي او شمالي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم په هدفي بریدونو کې ګڼ مخور کسان د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG