د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان یو ځل بیا پر ټېک ټاک بنديز ولګاوه


ټېک ټاک د ټولنیزو شبکو له اپلیکېشنونو یو دی -  انځور له ارشیفه
ټېک ټاک د ټولنیزو شبکو له اپلیکېشنونو یو دی -  انځور له ارشیفه

د پاکستان د مخابراتو ادارې (پاکستان ټېلېکمیونېکشن اتارټي) وايي، چې د برېښنايي جرمونو د مخنيوي له قانون سره سم یې ټېک ټاک اپلیکېشن (ایپ) تړلی دی.

دا خبره د مخابراتو ادارې د جولای پر ۲۱مه په بیان کې کړې. تر دې مخکې د مخابراتو ادارې د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې هم پر چینايي ایپ ټېک ټاک بندیز لګولی وو خو تر یوې مودې وروسته یې بیا پرانیست.

ټېک ټاک د ټولنیزو شبکو له اپلیکېشنونو یو دی چې ورباندې خلک لنډې ویډیوګانې خپروي.

د ادارې په بیان کې راغلي چې دا بنديز يې ځکه لګولی چې په هغه ایپ کې نامناسبه ويډيوګانې موجودې دي چې د خپرېدو مخنیوی یې نه کېږي.

تر دې وړاندې سيند های کورټ د ۲۰۲۱ز کال په جون کې د يو ځايي اوسېدونکی په درخواست پر ټېک ټاک د بندیز لګولو امر کړی وو.

هغه مهال د مخابراتو ادارې ویلي ول چې پر داسې معاملو باید هغه اداره فیصله وکړي او بیا خلک کولای شي چې په اړه یې عدالت ته ولاړ شي.

تر هغې وروسته سیند های کورټ پر ټېک ټاک د بندیز فیصله لغوه کړه او د مخابراتو ادارې ته یې امر وکړ چې د ټېک ټاک په اړه ټول درخواستونه ژر فیصله کړي.

XS
SM
MD
LG