د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل د عمان په سمندرګي کې د تیلو پر یوه ټانکر برید کې ایران تورن ګڼلی


زودیاک شرکت ویلي، پر دې ټانکر د لایبریا بیرغ رپېده او د جولای پر ۲۹مه بريد ورباندې وشو. (انځور: ارشيف)
زودیاک شرکت ویلي، پر دې ټانکر د لایبریا بیرغ رپېده او د جولای پر ۲۹مه بريد ورباندې وشو. (انځور: ارشيف)

اسرایيل پر ایران تور پورې کړی چې د عمان په سمندرګي کې یې د دوی تر انتظام لاندې د تېلو ټانکر په نښه کړی چې دوه کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

ویل شوي چې په دې بريد کې د رومانیا او بريتانیا دوه وګړي وژل شوي خو د برید په اړه نور معلومات نه دې ورکړل شوي.

زودیاک شرکت چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي، پر دې ټانکر د لایبریا بیرغ رپېده او د جولای پر ۲۹مه بريد ورباندې وشو. د دې ټانکر چارې د اسراییل په لاس کې وې.

د اسرایيل د بهرنیو چارو وزیر یايیر لېپیډ په یو بیان کې ویلي چې نوموړي خپل بريتانوي سيال ته ویلي چې دې پېښې ته کلک غبرګون په کار دی.

لېپیډ ویلي، ایران یوازې د اسرایيل مسله نه ده بلکې نوموړي تور پورې کړی چې ایران د ترهګرۍ، ورانۍ او بې ثباتۍ یو داسې پیدا کوونکی دی چې ټولو ته زیان رسوي.

بیان زیاتوي چې نړۍ باید د ایران د ترهګرۍ پر وړاندې خاموشه پاتې نشي کوم چې د لېپیډ په وینا، د بېړیو ازاد تګ راتګ ته زیان رسوي.

د ایران لخوا تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویل شوي. ایران په ۲۰۲۰م کال کې د وژل شوي خپل لوړپوړي اټومي ساینسپوه د مرګ او پر اټومي ځایونو د یو شمېر بریدونو تور پر اسرايیل پورې کوي.

XS
SM
MD
LG