د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د ځواکونو ايستل د امريکا لپاره تر ټولو غوره لاره وه: بايډن


له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو له وتلو يوه ورځ وروسته بايډن وويل چې د افغانستان په ناڅرګند ماموريت کې د دوی نور کوم واضح مقصد نه و پاتې شوی.
له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو له وتلو يوه ورځ وروسته بايډن وويل چې د افغانستان په ناڅرګند ماموريت کې د دوی نور کوم واضح مقصد نه و پاتې شوی.

د امريکا ولسمشر جو بايډن وايي، له افغانستانه د ځواکونو ايستل د امريکا لپاره تر ټولو غوره لاره وه.

بايډن د اګست پر ۳۱مه په خپله ټېليويژني وينا کې په افغانستان کې د وروستیو اقداماتو د ارزونې په ترڅ کې وویل چې نوموړي دوې لارې درلودې، "یا به له افغانستانه وځي او یا به جګړه تېزوي"، خو ده لومړۍ لاره غوره کړه او د خپلې دغې پریکړې "مسوليت" مني.

نوموړی وايي،له افغانستانه وتل د امريکا لپاره تر ټولو ښه پرېکړه وه او دا د هغه دورې ختمېدل هم و چې د نورو هېوادونو د بيا رغونې لپاره لوی پوځي عمليات ترسره کېدل.

له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو له وتلو يوه ورځ وروسته بايډن وويل چې د افغانستان په ناڅرګند ماموريت کې د دوی نور کوم واضح مقصد نه و پاتې شوی. هغه زياته کړه چې په افغان شخړه کې د امريکا دوامداره ګډون د دې هېواد په مهمو ملي ګټو کې نه و.

د امريکا سېنټرل کمانډ له لوخوا خپور شوی دا عکس د مېجر جنرل کرس ډوناهو دی چې وروستۍ امريکايي دی چې افغانستان پرېږدي.
د امريکا سېنټرل کمانډ له لوخوا خپور شوی دا عکس د مېجر جنرل کرس ډوناهو دی چې وروستۍ امريکايي دی چې افغانستان پرېږدي.

د امريکا ولسمشر وويل چې د هغه لومړيتوب دا خبره يقني کول دي چې افغان خاوره د امريکا پرضد د يو بل بريد ترسره کولو لپاره هيڅکله ونه کارول شي، خو نوموړي په خپله وينا کې دې لور ته هم اشاره وکړه چې "زموږ کار لا هم نه دی بشپړ شوی".

که څه هم له افغانستانه د امريکا د وتلو پروسې بشپړېدل اعلان شوي خو بايډن د دې راپورونو په ځواب کې چې لا هم لږ تر لږه ۱۰۰ نور امريکايان په افغانستان کې پاتې دي، وويل چې د دې امريکايانو لپاره کومه وروستۍ نېټه نه ده ټاکل شوې. خو نوموړی وايي، که دغه امريکايان وتل غواړي نو دوی يې را ايستلو ته ژمن دي.

بايډن اسلامي دولت ــ خراسان وسله والې ډلې ته هم پيغام ورکړ چې "موږ لا هم ستاسو سره حساب نه دی برابر کړی".

دې وسله والې ډلې په کابل کې د اګست پر ۲۶مه د هغه ځانمرګي بريد مسوليت منلی و چې د ۱۳ امريکايي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۰ کسان پکې وژل شوي شول.

له هغه يوه ورځ وروسته امريکا اعلان وکړ چې په ننګرهار کې يې د دې بريد پلان جوړوونکی په ډرون بريد کې وواژه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG