د بې پولې خبريالانو سازمان (ار اېس اېف) د طالبانو پر مشرتابه غږ کړی چې په افغانستان کې دې د ښځینه خبريالانو ازادي او خوندیتوب باوري کړي.
د اګست پر ۳۱مه سازمان په خپل يو بيان کې ويلي چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې پر کابل د طالبانو له قبضې وروسته په هغه هېواد کې سلګونه ښځينه خبريالانې پر کور پاتې کېدو ته اړ ايستل شوي دي.
د ار اېس اېف راپور کې ویل شوي چې لږ تر لږه ۱۰۰ خبريالانې لا هم په پلازمېنه کابل کې په شخصي راډيوګانو او ټېليويژنونو کې په رسمي ډول کار کوي، خو د سازمان په خبره چې تير کال دغه شمېره ۷۰۰ وه.
د ار اېس اېف په وينا، له کابله بهر یو څو خبريالانې "لاهم له کور څخه کار کوي"، خو په ۲۰۲۰ز کال کې تر ۱۷۰۰ زياتو ښځينه خبريالانو په درېيو ولایتونو کابل، هرات او بلخ کې د رسنیو لپاره کار کاوه.
د ياد سازمان عمومي منشي کریسټوف ډیلویر ويلي چې خبريالانې باید ژر تر ژره له ځورولو پرته کار پیل کړي، ځکه چې دا د دوی لومړنی حق دی، دا يې د اقتصاد لپاره لازمي ده او په رسنيو کې د دوی نه شتون به د ټولو افغان مېرمنو د غږ پر خاموشه کولو اثر ولري.