د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بهرني وګړيو له افغانستانه په چارټر الوتکو کې د ایستلو هڅې روانې دي: انتوني بلېنکن


د امريکا بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن-انځور-ارشېف
د امريکا بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن-انځور-ارشېف

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هڅې روانې دي چې د بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو لپاره چارټر الوتکې په خوندي ډول له افغانستانه ووځي.

انتوني بلېنکېن په دوحه کې د سېپټېمبر پر اوومه نېټه له خپل قطري سیال شیخ محمدبن عبدالرحمان الثاني او د امریکا له دفاع وزیر لویډاسټین سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې واشنګټن لږ شمېر هغه امریکایي وګړي تشخیص کړي دي چې غواړي د مزارشریف د هوايي ډګر له لارې بهر ته ووځي.

له دې مخکې د امریکا د استازو جرګې یو غړي ویلي وو چې د بلخ له هوايي ډګره د افغانانو او امریکایانو د وتلو مخه نیول شوې ده.

بلېنکین وویل، طالب چارواکو امريکا ته ویلي چې دوی به هغو کسانو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکړي چې د سفر قانوني اسناد ولري.

طالبانو د امريکا بهرنيو چارو وزیر د تازه څرګندونو په ځواب کې لاهم څه ويلي نه دي خو تردې وړاندې د دې ډلې وياند ويلي وو چې د نوي حکومت د کار تر پيلولو او د هوايي ډګر تر فعاليدو پورې به چاته له افغانستانه د وتلو اجازه ور نه کړي.

په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې قانوني اسناد لري.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سېپټېمبر پر شپږمه د بلخ د هوايي ډګر د قضيې په تړاو مشال راډيو ته وويل: "موږ نه پرېږدو چې هغوی له ناقانونه يا خپلسرو لارې او بې اسنادو بهر ولاړ شي په دې خاطر بايد موږ صبر وکړو چې بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونه خپل کارونه پيل کړي او د هوايي ډګر دخولي او خروجي تنظيم شي نو بيا به موږ اجازت ورکړو."

تر دې مخکې د امريکا استازو جرګې يوه غړي ويلي ول چې له بلخ هوايي ډګره د افغانانو او امريکايانو د وتلو مخه نيول شوې ده.


رويټرز خبري اژانس د امريکا بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په حواله راپور ورکړې چې هغوی په دې توانيدلي چې څلور امريکايان له افغانستانه وباسي، خو نور جزيات يې نه دي ورکړي.

امريکا د اګست له نيمايي څخه تر دې وروستيو پورې څه باندې ۱۲۴،۰۰۰ کسان له افغانستانه ايستلي او تر هغه را وروسته د مساپرو پر مخ تازه یوازې کورني پروازونه فعاله شوي.

XS
SM
MD
LG