د افغانستان کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو د لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ ۵۰ اووریزه لوبه بایلوده.
افغانستان د سېپټېمبر پر ۱۰مه لوبه چې د بنګله دېش په پلازمېنه دوحه کې وه، د ۱۶ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته وبایلله.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې دواړې لوبډلې، څلور نورې ۵۰ اوورېزې او یوه ټېسټ لوبه هم په راتلونکي کې لري.
هوتک زیاته کړه: "د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبدلې د بنګله دېش پر وړاندې لومړۍ ۵۰ اوورېزه لوبه ترسره کړه.
له دې وروسته به دا لوبډله د بنګله دېش له ۱۹ کلنو لوبډلې سره څلور نورې ۵۰ اووريزې او یوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي."
تمه ده چې د ۱۹ کلنو لوبډله به د سېپټېمبر پر ۲۶مه بېرته هېواد ته ستنه شي.