د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ ځواکمن هېوادونه له ایران سره د اټومي تړون پر بحالۍ خبرې کوي


اروپايي ټولنه د منځګړي په توګه هڅه کوي چې د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ هغه تړون بحال کړي چې په ۲۰۱۸ز کال کې د امریکا له واتلو وروسته مخ پر کمزورۍ دی. انځور - ارشیف
اروپايي ټولنه د منځګړي په توګه هڅه کوي چې د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ هغه تړون بحال کړي چې په ۲۰۱۸ز کال کې د امریکا له واتلو وروسته مخ پر کمزورۍ دی. انځور - ارشیف

ټاکل شوې چې د بریتانیا، چین، فرانس، جرمني او روس وزیران روانه اوونۍ په ملګرو ملتونو کې د ایران له استازي سره لیده کاته وکړي.

د فرانس د بهرنیو چارو وزیر جیان یویس لي دریان ویلي چې د دې خبرو اترو هدف دا دی چې د ۲۰۱۵ز کال د داټومي تړون د برحاله کولو لپاره د خبرو بیا پیلولو هڅې کوي.

په نړیوالو بندیزونو کې د نرمښت په بدل کې د ایران اټومي پروګرام محدودولو په اړه د تهران او نړیوالو ترمینځ خبرې اترې له هغه راهیسې ولاړې دي چې ایران سږکال د جون په میاشت کې بنسټپاله ابراهیم رئیسي ولسمشر وټاکلو.

اروپايي ټولنه د مینځګړي په توګه هڅه کوي چې د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمینځ هغه تړون بحال کړي چې په ۲۰۱۸ز کال کې د امریکا له واتلو وروسته مخ پر کمزورۍ دی.

XS
SM
MD
LG