د اګست له ۱۵مې وروسته چې کله طالبانو پر کابل کنټرول تر لاسه کړ نو د يو نوي حکومت جوړولو تر څنګ يې په نړيوال کچ د هغه په رسميت پېژندلو هڅې پيل کړې.
که څه هم طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه او بېلا بېلو حکومتي څانګو ته يې مشران وټاکل خو تر دې دمه نه خو د ملګرو ملتونو سازمان او نه هم کوم بل هېواد د دوی حکومت په رسميت پېژندلی دی.
ملګرو ملتونو ته د طالبانو ليک:
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي د سېپټېمبر پر ۲۰مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۶مې کلنۍ غونډې تر پیل یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش ته په لېږل شوي لیک کې په دې غونډه کې د ونډې غوښتنه کړې وه او وړاندې يې ليکلي وو چې طالبان غواړي په ملګرو ملتونو کې سهېل شاهین د خپل دایمي استازي په توګه معرفي کړي.
دمګړی په ملګرو ملتونو کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د ليري کړل شوي حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی پر خپل ځای پاتې دی، خو د ملګرو ملتونو د اعتبار بخښنې کمېټه به د دې پرېکړه کوي چې څوک د افغان حکومت د استازي په توګه ومني.
د ملګرو ملتونو اعتبار بخښنې کمېټه او د دايمي استازو ټاکنه:
د ملګرو ملتونو د اعتبار بخښنې کمېټه نهه غړي لري چې هر کال د عمومي اسمبلۍ له کلنۍ غونډې وړاندې ټاکل کېږي. د دوی ټاکنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشر پر وړانديز د عمومي اسمبلۍ لخوا کېږي.
سږ کال د امريکا، روسيې، چين، سويډن، چيلي، سيرا ليوون، نېميبيا، بهامس او بوټان استازي د دې کمېټې غړي ټاکل شوي دي. دوی دا دنده لري چې د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو استازي په رسميت وپېژني.
د يو هېواد د نوي حکومت مشر [ولسمشر، وزيراعظم يا د بهرنيو چارو وزیر] بايد د خپل نومول شوي استازي اعتبار ليک د عمومي اسمبلۍ له کلنۍ غونډې لږ تر لږه يوه اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته ولېږي چې وروسته يې هغه د اعتبار بخښنې کمېټې ته د ارزونې لپاره سپاري. ياده کمېټه له څه ډول ځنډ پرته د ارزونې راپور عمومي اسمبلۍ ته لېږي او عمومي اسمبلۍ د دې ارزونې په رڼا کې حتمي پرېکړه کوي.
ښايي ياده کمېټه د روان کال (۲۰۲۱ز) په اکتوبر مياشت کې غونډه وکړي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي په اړه پرېکړه وکړي.
د طالبانو لخوا د نومول شوي استازي رسميت پېژندنه:
د پاکستان پخوانی سفير او د سياسي چارو پوه اياز وزير وايي، په اوسنيو شرايطو کې ګرانه برېښي چې ملګري ملتونه دې د طالبانو استازي ته څوکۍ ورکړي.
"که د نهو کسانو [اعتبار بخښنې] کمېټه د طالبانو د استازي سپارښتنه وکړي، نو ښايي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ يې ونه مني. تر څو چې د نړۍ نورو هېوادونو د طالبانو حکومت تسليمېدو په اړه ګامونه نه وي پورته کړي نو دا ډېر ګران کار دی چې ملګري ملتونه يې ومني."
طالبان وايي چې دوی پر ټول افغانستان واکمن دي نو همدې واقعيت ته په کتو دې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي دوی ته وسپارل شي. پر دې سربېره د پاکستان د حکومت لوړ پوړو چارواکو هم په وار وار پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې له طالبانو سره اړيکې ټينګې کړي. خو په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي چې دا کار وخت ته اړتيا لري.
"نور خو پرېږده، پاکستان هم دا وايي چې له ملګرو هېوادونو سره له مشورې وروسته به د طالبانو حکومت تسليمېدو په اړه پرېکړه کوي. حالانکې، د پاکستان پوله ورسره شريکه ده، د طالب مشرانو کورنۍ دلته [پاکستان کې] اوسېږي او دلته په لکونو افغانان مهاجر دي."
د نړيوالې ټولنې شرايط:
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هلته ځايي وګړي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي چې يوشمېر نړيوالو ادارو يې په اړه ژورې اندېښنې هم څرګندې کړې دي. طالبان د ملګرو ملتونو په ګډون د نورو نړيوالو مرستندويه ادارو لخوا د افغانستان لپاره د بشري مرستو د غوره همږغۍ لپاره هم د رسميت پېژندنې اقدام اړين ګڼي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې ویلي چې د طالبانو حکومت او په ملګرو ملتونو کې د دوی د استازې منل له یو لړ شرطونو سره تړلی دی.
د پېښور پوهنتون ښوونکی او د نړيوالو چارو پوه پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وايي چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه له طالبانو په افغانستان کې د ښځو په ګډون بشري حقونو ته د درناوي ضمانت، په حکومتي چارو کې ښځو ته ونډه ورکول، د ټولشموله حکومت جوړښت او د افغانستان خاوره د چا خلاف د نه کارولو ضمانت غواړي.
"په طالبانو کې ځينې هوښيار کسان وايي چې د ښځو په ګډون به بشري حقونو ته پام کوي او نور اصلاحي کارونه به کوي خو خلک د وينا پر ځای د عمل غوښتنه ورڅخه کوي. که چيرې طالبان د ښو الفاظو [کارولو] پر ځای ښه کارونه پيل کړي نو کېدای شي چې حکومت يې تسليم کړل شي."
د طالبانو لخوا د رسميت پېژندنې هڅې:
طالبانو په ۱۹۹۶ز کال کې هم د کابل له نيولو وروسته حکومت اعلان کړی و او د افغانستان زياتره برخه د دوی تر واک لاندې وه، خو په ۲۰۰۱ز کال کې د دوی د واکمنۍ تر ختمېدو پورې د پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو پرته نه خو ملګرو ملتونو او نه هم د نړۍ کوم بل هېواد دوی په رسميت پېژندلي ول.
دا چې دا ځل طالبانو د خپل حکومت د رسميت پېژندنې په اړه هڅې ولې تندې کړې او د خپلې تېرې دورې پرتله دا ځل ولې پر دې اقدام ټينګار کوي؟ رستم شاه مومند وايي چې تېر ځل طالبانو نه خو دومره تجربه درلوده او نه يې هم په رسميت پېژندلو کې دومره دلچسپي اخيسته.
"طالبانو دا فکر کاوه چې خدای خبر د دوی حکومت ۱۰، ۱۵، ۲۰ کاله يا تر څه ډېره وخته پورې وچليږي. دوی فکر کاوه چې دلته [افغانستان کې] به امن وي او ورو ورو به دنيا دوی په رسميت پېژني. خو د دوی دا اندازه تر ډېره حده غلطه ثابته شوه."
د روان کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته دوی په خپله سرپرسته کابينه کې ټول وزارتونه او رياستونه ملايانو يا خپلو همفکره کسانو ته ورکړي چې ټول يې نارينه دي.
بلخوا دوی د ښځو چارو وزارت له منځه وړی او د لومړنيو ښوونځيو پرته يې د منځنۍ او ثانوي دورې نجونو او ښځینه ښوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځینو ته ولاړې شي.
طالبانو ویلي، پر مناسب وخت به د نجونو لوړې ښوونځي پیل کړي او ښځو ته به هم د کار کولو اجازه ورکړي. دوی دا هم وايي چې د بشري حقونو د ساتنې ترڅنګ به د ټولشمولې کابينې لپاره هم کار کوي خو د دې لپاره يې لا هم کره نېټه نه ده اعلان کړې.
د فېسبوک تبصرې