د امریکا پوځ تمه لري چې اروپا او مينځني ختیځ ته ایستل شوي افغانان به د شري واکسین له لګولو پس امریکا ته ولېږدوي.
د امریکا د شمالي قوماندې مشر جنرال ګلېن وېن هرک د سېپټمبر پر ۳۰مه خبریالانو ته وویل امکان لري چې راتلونکې اوونۍ امریکا ته د ۱۴۰۰۰ افغانانو د راتګ لړۍ پیل شي.
په اګست میاشت کې وروسته له هغې چې د امریکايي سرتېرو له وتلو سره سم طالبانو پر افغانستان قبضه وکړه، په زرګونو افغانان د پروازونو له لارې له افغانستانه وایستل شول.
په اروپا او مينځني ختیځ کې پوځي مرکزونو ته د افغان مهاجرینو د ورتګ پر مهال هلته د شري ناروغي کېسونه مخې ته راغلل.
په نتیجه کې یې د امریکا د کسټم او پولې ساتنې ادارې د مهاجرینو ټول پروازونه وځنډول. له افغانستانه وتلیو مهاجرینو تر واکسین لګېدو پورې ۲۱ ورځې انتظار وکړ.
وان هرک وویل چې ټولو مهاجرینو ته د شري واکسین لګېدل او د انتظار وخت به راتلونکې اوونۍد هغو لپاره ختم شي چې لومړی واکسین شوي وو.