د لاسرسي ځای

تازه خبر

وېنډي شېرمن: پاکستان دې د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد بې توپيره کارروايي وکړي


 وېنډي شېرمن به د اکتوبر له اوومې تر اتمې نېټې پورې د پاکستان په دوره وي.
وېنډي شېرمن به د اکتوبر له اوومې تر اتمې نېټې پورې د پاکستان په دوره وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وېنډي شېرمن له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې دننه دې د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد بې له څه توپیره یو ډول عملیات وکړي.

نوموړې دا څرګندونې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په واشنګټن ډي سي کې کړې دي.

ټاکل شوې چې وېنډي شېرمن به د اکتوبر له اوومې تر اتمې نېټې پورې د پاکستان په دوره وي او هلته به په اسلام اباد کې، له پاکستانیو چارواکو سره په ترهګرۍ او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکي، مېرمن شېرمن په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې له پاکستانه د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پیاوړي شراکت غوښتنه کوي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره له پاکستان نه وړاندې سویس، هند او ازبکستان ته هم ځي.

امریکا کلونه کلونه پرپاکستان انتقاد کړی او پر دې هیواد یې تورونه لګولي چې د افغانستان په وړاندې دوه ګونی چلند کوي خو پاکستان بیا بار بار ویلي د افغان شخړې په هواري کې له زړه همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG