د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، په افغانستان کې د وچکالۍ زیاتېدل د اندېښنې وړ دي.
دا څرګندونې د افغانستان لپاره د دې ادارې د بېړنیو چارو مشر فابریسیو چیزاریتي د نومبر پر ۱۳مه پر ټویټر په یو بیان کې کړې دي. نوموړي ویلي چې د یوې غمیزې د مخنیوي لپاره، د افغان کروندګرو او مالدارانو د معیشت ژغورل یو بېړنی بشري لومړیتوب دی.
د ده په وینا، د وچکالۍ له کبله دا هرڅه په خطر کې دي او د دې ستونزې په وړاندې د مبارزې لپاره، بوديجه هم پر ختمېدو ده. تر دې مخکې نورو نړیوالو ادارو هم د سختې وچکالۍ او د ژمي د راتګ پر مهال د ممکنه بشري بحران په اړه اندېښنه ښوولې وه.