د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژبپوه عبدالرازق پالوال ومړ


ارواښاد پالوال زیاتې څېړنې کړي دي
ارواښاد پالوال زیاتې څېړنې کړي دي

بېلابېلو فرهنګیانو او سیاستوالو د پېژندل شوي توکمپوه او ژبپوه عبدالرازق پالوال پر مړینه خپګان ښوولی دی.

ډاکټر عبدالرازق پالوال چې د پوهنتون استاد په توګه یې هم کلونه کلونه تدریس کړی، په خپله رشته کې زیاتې څېړنې کړي، د ۸۳ کلونو په عمر کې وفات شو.

د هغه د کورنۍ غړو ویل چې هغه به د ډېسېمبر پر شپږمه ماسپښین د کندهار د مشاهیرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د نوموړي اووه تحقیقي کتابونه چاپ شوي او ځینې کتابونه یې ناچاپه پاتې دي. د هغه په اړه شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني لیکلي دي: ((پالوال یوازینی افغان و چې د اروپا ښه ژوند او د ښه عزت ژوند، د استادۍ ژوند او هر څه یې پرېښودل او د سرخاب د کډوالو په کمپ کي یې واړول. تر هغه وخته پورې چي یې قلم په ګوتو کې نیولای سوای له لیکنې څخه یې لاس وانه خیست.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG