د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک: د پولیو ټیم پر ساتونکو ډزې، یو پولیس والا مړ، بل ژوبل


دا په داسې حال کې ده په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ناروغۍ ضد کمپاين دوام لري.ارشیف-انځور
دا په داسې حال کې ده په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ناروغۍ ضد کمپاين دوام لري.ارشیف-انځور

د خيبر پښتونخوا په ټانک چدهړ کې د ډېسېمبر پر ۱۱مه، وسله والو پر پولیو ټیم بريد کې، يو پوليس سرتېری وژلی او بل يې ژوبل کړی دی.

د ټانک تاڼې مشر نور اسلم د ډېسېمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې دوه پولیس سرتېري اقبال خان او تاج د ګوزڼ ټيم په حفاظت مامور وو چې پرې وسله والو بريد وکړ.

په بريد کې د ګوزڼ کار کوونکیو ته زیان نه دی رسېدلی. د برید ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

دا بريد تر هغې وروسته شوی چې ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۱۰مه، له وفاقي حکومت سره د یو میاشتني اوربند د نه غځولو اعلان وکړ.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ډېسېمبر پر ۱۰مه ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو ورکولو پينځه ورځنی کمپاين پيل شوی. د ملک په نورو برخو کې دا بهیر د ډېسېمبر له ۱۳مې پیلېږي.

د پاکستان روغتیا وزارت ویلي چې په ټول پاکستان کې به له ۴۰ میلیونو څخه زیاتو هغو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږي چې عمرونه یې له پينځو کالو نه کم وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG