د درې مسید مشرانو د يوې جرګې له لارې له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی په سيمه کې دې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي او د امن قایمولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.
دا جرګه د جنورۍ پر درېیمه د خيبر پښتونخوا په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د ډپټي کمېشنر دفتر کې وشوه.
د جرګې يو مشر ملک سعيد انور د جنورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د جنوبي وزيرستان د انتظامي چارواکو په ګډون د سرحدي ځواکونو له صوبايي مشر سره خبرې وکړې او له هغوی سره يې خپلې اندېښنې شريکې کړې.
دی وايي: "موږ نور امن غواړو چې سيمه پرامنه شي. روزانه زموږ قتل عام روان دی، زموږ ستړي کېدل روان دي. د قوم دا غوښتنه ده چې دا هر څه ختم شي.
انتظاميې دا وضاحت وکړ چې د موسم په وجه د پوځ کور کمانډر نه دی راغلی. مسيد قوم تر سې شنبې (جنورۍ ۱۱مې) پورې وخت ورکړ. که کور کمانډر راغلی نو ښه خبره ده، او که نه راغلی نو بيا به موږ خپل راتلونکی لايحه عمل ټاکو."
درې مسيد تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۳۰مه هم په ټانک کې جرګه او احتجاج کړی و او په سيمه کې يې د امنيت راوستلو غوښتنه تکرار کړې وه.
بلخوا د جنوبي وزیرستان ډپټي کمېشنر خالد اقبال مشال راډيو ته وویل دا ریښتیا ده چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ولس پرضد بریدونه اوس هم کېږي خو د هغه په وينا, د پخوا په نسبت په سیمه کې امنیتي حالات ښه شوي دي.